1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما غواړي گوانتانامو زندان وتړي

۱۳۹۴ اسفند ۵, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر د خپلې واکمنۍ په پای کې د گوانتانانو زندان د تړلو وروستۍ هڅه پیل کړي دي. هغه د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال د دغي ژمنې له پاره کافي وخت نه لري او له بل اړخه یې د جمهوري غوښتونکو مقاومت گواښي.

https://p.dw.com/p/1I0vK
Symbolbild Folter
انځور: picture-alliance/dpa/Shane T. McCoy/US Navy

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په واشنگټن کې ویلي دي: «دلته زموږ د تاریخ د یوه فصل د بشپړیدو خبره مطرح ده.» هغه کانگرس ته د گوانتامو «بې» اډې د بندېدو له پاره یو څلور ټکیز پلان وړاندې کړی دی چې له ډیر وخت راهیسې یې تمه کیده. خو ښایي د هغه پلان د جمهوري غوښتونکو له مقاومت سره مخامخ شي.

اوباما په خپلو څرگندونو کې زیاته کړې ده: «له کلونو راهیسې دا خبره روښانه ده، چې د گوانتامو زندان زموږ له ملي امنیت سره مرسته نه کوي. بلکي هغه کمزوری کوي.»

د اوباما په خبره په کیوبا کې د شکمنو ترهگرو له پاره د متحدو ایالاتو یوه پوځي اډه افراطیانو ته د یوه تبلیغاتي وسیلي په توگه گټه رسوي، د لوړو لگښتونو سبب گرځیدلې او د امریکا متحدو ایالاتو شهرت ته زیان رسوي.

د اوباما د دغه پلان له مخې به په لومړي سر کې له ټولو ۹۱ بندیانو څخه ۳۵ تنه چې د هغوی د آزادیدو اجازه ورکړل شوې، په نزدې وخت کې خپلو اصلي ټاټوبو او یا هم یوه دریم هیواد ته وسپارل شي. پر دې سربیره اوباما غواړي چې د نورو بندیانو په هکله دا ارزونه گړندي کړي، چې دغه کسان په حقیقت کې کوم امنیتي گواښ رامنځ ته کوي، که نه.

دریم پلان د ټولو بندیانو د جزایي تعقیب په هکله له قانوني وسیلو څخه کار اخيستل دي. پر دې سربیره هغه د شخړه ایزي پوځې محکمې د اصلاحاتو په هکله هم خبره کړې ده چې اوس بايد پکښې لس شکمن ترهگر ځواب ووایي. خو اوباما دا په څرگند ډول ویلي دي چې دی د دې پلوی دئ چې دغه محاکمې په ملکي محکمو کې تر سره شي.

او په پای کې اوباما وویل چې د امریکا په خاوره کې په یوه «خوندي ځای» کې د گوانتانامو د پاته بندیانو د رانتقالولو په هکله له کانگرس سره په گډه کار کول غواړي. خو اوباما په دې هکله نور جزئیات په ډاگه نه کړل. د متحدو ایالاتو د حکومتي کړیو د معلوماتو له مخې سپینه ماڼې ۱۳ احتمالي ځایونه په نظر کې لري.

د جمهوري غوښتونکو د مقاومت څپه

خو کانگرس له ډیرو کلونو راهیسې د گوانتانامو زندان د تړلو مخه نیولې ده. بارک اوباما په ۲۰۰۹م کال کې د خپلې واکمنۍ په پیل کې د دغه زندان د تړلو ژمنه کړې وه. پارلمان د دغه زندان د انتقال تمویلدل ردوي او د امنیتي اندیښنو له کبله امریکايي زندانونو ته د گوانتانامو د بندیانو د انتقالولو مخه نیسي.

تر هر څه زیات جمهوري غوښتونکي چې په اپوزیسیون کې دي د دې کار مخالفت کوي. د اوباما د ولسمشرۍ دوهمه دوره د ۲۰۱۷م کال په سر کې پای ته رسیږي.

بې له محاکمه کیدو توقیف

د۲۰۱۱م کال د سپتمبر میاشتې د یوولسمې له پیښو وروسته هغه مهال د جورج ډبلیو بوش حکومت د شکمنو ترهگرو او د افغانستان له جگړې څخه د نیول شوو کسانو له پاره دغه زندان جوړ کړ.

د بشري حقونو ډلو پر دې باندې نیوکه کوله چې له کلونو راهيسي بې له کومې محاکمې انسانان بندیان کیږي او د غیر خطرناکو کسانو په توگه تر درجه بندۍ وروسته بیا هم په گوانتامو کې وي. د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل د اوباما د دغه اقدام (د گونتانامو زندان تړل) هرکلی کړی دی.

په ټوله کې په تیرو څو کلونو کې امریکا دغه زندان ته کابو ۸۰۰ بندیان لېږلي دي. لگښتونه ۴۸۵ میلیونه امریکایي ډالر ښوول شوي دي. په بندیانو کې پر نورو سربیره خالد شیخ محمد، هم شته چې د سپتمبر د یوولسمې د ځانمرگي پیښو اصلي طراح گڼل کیږي.