1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما له اروپا سره د اتحاد د ټينګولو په لټه کي دي

۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

ولسمشر اوباما اروپا ته خپل نوي سفرله آيرلندڅخه پيل کړ. په 2008 کال کي د هغه له لومړي سفر څخه په دي هيله چي اروپا له واشنګتن سره يو نوي پيل ولري، په پوره ليوالتيا هرکلي وشو. خو اوس د هغوي په اړيکو باندي سوړ باد لګيږي

https://p.dw.com/p/11M6V
د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه میرمن میشل اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه میرمن میشل اوباماانځور: AP

ولسمشر اوباما له خپلي ميرمني سره اروپا ته د يو اوږد سفر په نيت د دوشنبه په ورځ شمالي آيرلند ته ورسيد.

اوباما په 2009 کال کي د اروپا څخه د ليدني پر مهال د اروپا سره د خپل هيواد د اړيکو په اړه ويلي ؤ « زه فکر کوم چي په تيرو اووه اتو کلونو کي د امريکي د متحده ايالاتو او اروپا ترمنځ ډيري مناقشي منځته راغلې. زما د حکومت د اهدافو څخه يو هدف دا دي چي د اروپا سره زمونږ تاريخي تړون د سره نوي شي.»

اوباما د ولسمشري مقام ته د رسيدلو وروسته تر اوسه شپږ ځلي اروپا ته ميلمه شوي دي. له دي مخکي له اوباما څخه په برلين، پراګ او بروکسل کي په ډير شور او شعف سره تود هرکلي شوي دي. خو په دي منځ کي د هغه په اړه علاقمندي کمه شوي ده، او هغه نه يواځي په امريکا کي بلکي په نورو هيوادو کي هم .

د امريکا د اروپايي شريکانو سره د ځانګړو روابطو له سره نوي کولو په اړه تر اوسه هيڅ کومه خبره نه ده شوي. په آلمان کي د مونشن د پوهنتون د سياسي علومو يو پروفيسر ورنر وايدنفيلډ چي د کلونو راهيسي د امريکي روابط څيړي. په دي اړه وايي:

« د پخوانې روابطو د سره نوي کولو لپاره ډير کوښښ پکار دي، يعني يو ستراتيژيک تړون او د ټولو نړيوالو سياسي مسايلو په اړه يوه ګډه ستراتيژي بايد رامنځته شي. د دي له پاره ډير کار او انرژي ته ضرورت دي د هغي په پرتله چي تر اوسه اروپايانو او امريکايانو عملې کړي دي.»

دا چي د امريکا غبرګون د اروپايي هيوادونو د موقف سره يو ډول نه دي، دا خبره په دي وروستيو کي د ليبيا په بحران کي په ډاګه شوه، کله چي آلمان د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي د ليبيا د موافقتنامۍ په اړه ممتنع رايه ورکړه.

د آلمان د هيواد دا عمل په امريکا کي د ځانګړي سياست په نامه تلقي شوي دي. همدا رنګه ترکومه ځايه چي په افغانستان کي د ګډو عملياتو خبره ده د رونر وايدنفيلډ په وينا د تروريزم په وړاندي په جګړه کي تر اوسه د دغو متحدينو په تګلاره کي بيلابيل غبرګونونه څرګنديږي. وايدنفيلډ وايي:

« د افغانستان د مسالۍ په اړه دواړه شريکان امريکا او اروپا نيمګړتياوي لري. امريکايانو هغه کارونه چي د مدنې ټولني پوري اړه لري اروپايانو ته پريښي دي او اروپايانو هغه کارونه چي په هغي کي د زور څخه کار اخستل کيږي زياتره برخه امريکايانو ته پريږدي چي په کلتوري لحاظ د دواړو لويو وچو ترمنځ دا يو اختلاف نظر دي.»

اوباما د بوش د حکومت د کلونو درانه ايډيولوژيکي پيټي له خپلي شا غورځولې دي. هغه ته په افغانستان کي د جګړي هدف د ديموکراسي رامنځ کول نه دي، بلکي د يو داسي حالت رامنځته کول دي چي نور د القاعدي شبکه ونه شي کولې چي له افغانستان څخه د ترورستي بريدونو پلانونه جوړ کړي.

اوباما اوس په افغانستان کي د يو مدنې ټولنۍ په جوړيدو ډيره تکيه نه کوي د مثال په ډول د داسي يوي ټولنې چي په هغه کي نجونۍ ښوونځي ته د تللو اجازه ولري.

اوس هدف دا دي چي د نړيوالو ځواکونو د وتلو او د طالبانو سره د خبرواترو له پاره لاره هواره کړاي شي، چي په دي اساس طالبان وکولاي شي چي د روان کال د دسمبر په مياشت کي د افغانستان په اړه په جوړيدونکې کنفرانس کي ونډه واخلې

دانيل شیشکويتڅ/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: عبدالباری حکيم