1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پلان اعلان کړ

۱۳۹۴ مهر ۲۳, پنجشنبه

اوباما د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د راتلونکې په اړ ه خپل پلان اعلان کړ. هغه وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې به هم په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتیري وساتي او په ۲۰۱۷ کال کې به یې شمیر ۵۵۰۰ ته راکښته کړي.

https://p.dw.com/p/1Gp34
انځور: Getty Images/AFP/C. Somodevilla

له دې سره نو اوباما خپل پخوانی پلان چې له مخې یې د ۲۰۱۶ کال په پای کې په افغانستان د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې امریکایي سرتیري پاتې کیدل، رد کړ. اوباما د امریکا له پخواني ولسمشر جورج بوش، څخه د افغانستان او عراق جګړه په میراث اخیستې وه. هغه ویلي وو چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال به دغه دوه جګړې پای ته ورسوي. په داسې حال کې چې هغه د عراق په برخه کې خپله ژمنه پوره کړه خو د افغانستان په برخه کې هغه خپل پلانونه بدل کړل او په دې ترتیب به د امریکا راتلونکی ولسمشر او یا هم ولسمشره د افغانستان په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.

ولسمشر اوباما له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نوی پلان په دغه هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي ماموریت «معتدله خو له معنی ډک» غځیدل وبلل.

اوباما په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې امریکایان په افغانستان کې د جګړې د اوږدیدو په اړه «اندیښمن» دي خو ټینګار یې وکړ چې «هغه په بشپړه توګه قانع شوی دی چې امریکا باید دغه هڅه هم وکړي».

اوباما د خپلې پنجشنبې ورځې په خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونو د پام وړ پرمختګونه کړي دي، د افغانستان امنیتي وضعیت اوس هم ماتیدونکی دی.

دا چې په ۲۰۱۷ کال کې به په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمیر له ۹۸۰۰ څخه په کوم سرعت ۵۵۰۰ ته راکښته کیږي، د دغه هیواد د پوځي جنرالانو سپارښتنو پورې اړه لري.

اوباما وویل: «موږ به په راتلونکې کې هم وضعیت وآرزو او د امریکا متحده ایالاتو راتلونکی ولسمشر به هم همدا کار وکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب