1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما ناڅاپه د خپل دريځ څخه واوښت

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه

ولې اوباما ناڅاپه د عکسونو د په ډاگه کولو څخه واوښت، په داسې حال کې چې درې اونۍ مخکې يې پخپله د دې کار د سرته رسونې لارښوونه کړې وه؟

https://p.dw.com/p/Hpyt
د امريکې مشر دا ويره لري، چې دا انځورونه کولی شي په نړۍ کې د امريکې ضد احساسات راوپاروي او د امريکې عکسرو ته خطر پېښ کړيانځور: AP

د امريکې مشر، وروسته له هغه چې د يوې لنډې اعلاميې له لوستنې څخه وروسته له ژورنالستانو څخه رخصت شو، د دې پوښتنې په هکله ورته د ځواب پوروړی پاتې شو.

رالف سينا خپل مطلب په دې سره پيلوي او ليکي، چي نه، دا ځل هغه د مطبوعاتي کانفرانسونو ليوال امريکايي اولسمشر ونه غوښتل چې د رپوټچيانو دې سرخوږوونکې پوښتنې ته پاملرنه وکوي. اوباما همدا ټينگار وکړ، چې يو دليل ورته موجود دئ، او هغه دا چې نه بايد هغه يو شمېر عکسونه خپاره شي، په کومو کې چې په عراق او افغانستان کې له بنديانو څخه د دوی د عسکرو لخوا د تحقيقاتو ظالمانه چال چلند انځور شوی.

د امريکايي عسکرو د امنيت اندېښنې اوباما آوښتنې ته اړ ايستلی. خو دا اندېښنه درې اونۍ مخکې چيرته وه، هغه وخت چې اوباما خپلې کابينې او د پوځ وزارت ته ويل، طبيعي خبره ده، چې د بوش د ادارې په وخت کې له تحقيقاتي خونو څخه د انسانانو په هکله د غيرانساني چال چلند عکسونه به په ډاگه کيږي. هغه هم د نيويارک د يوې محکمې د غوښتنې له مخې، په کومه کې چې د امريکې د وگړو د حقونو غورزنگ د دې عکسونو برملاکونه غوښتې وه.

مگر بيا هم په ناڅاپه ډول سره اوباما ته نه د محکمې غوښتنه اهميت لري او نه يې خپله مخکينۍ څرگندونه. د ده د پاره يواځې هغه ظالمو امريکايي عسکرو ته له دې عکسونو څخه د خطر پيداکېدنه د اهميت وړ ده.

د امريکې مشر دا ويره لري، چې دا انځورونه کولی شي په نړۍ کې د امريکې ضد احساسات راوپاروي او د امريکې عکسرو ته خطر پېښ کړي. په دې وروستيو اونيو کې هم د امريکې د پوځ وزير رابرت گيټز او هم په افغانستان او عراق کې د دوی پوځي قوماندانانو څو څو ځله له اوباما څخه غوښتي وو، د عکسونو له څرگندولو څخه تېر شي.

د اوباما يو نوی اصرار او دليل دا دئ، چې دا عکسونه کوم د پاملرنې وړ نوي کوم شی نه راوړي. په تېره بيا د عراق د ابوغريب له جېل څخه د هغو وحشتناکو عکسونو په پرتله.

د امريکې د مشر په اند، هغه د امريکايي پيره دارانو لخوا اخيستل شوي لوڅ عکسونه، چې سړي لکه سپو غوندې تر پړي کش کېدل، خلکو ته د هر څه گواه دي. نوي عکسونه يواځې نظامي څېړنو ته په درد خوري. د دې عکسونو له مخې مجرم کسان پېژندل شوي او عدالت ته سپارل شويدي.

اوباما وړاندې ويلي دي، ده ته د امريکې له عسکري هجرو څخه د عکسو تر خپرلو نه دا خبره د اهميت وړ ده، چې ده هر ډول کړونه منع کړېده. د بنديانو سره غير انساني چال چلنو او د هغوی شکنجه به هېڅکله ونه زغمل شي.

مگر دې څرگندونو د اوباما زيات شمېر پلويان قانع نه کړل. دوی دا پوښتنه کوي، چې داسې ده نو ولې اولسمشر د استخباراتي ادارې CIA لخوا د تحقيقاتو ظالمانه عکسونه راباسي او دا د بې اهميته عکسونو په ډاگه کونه منع کوي.

ښکاري چې د امريکې مشر پخپله مصمم وي، د دې غيرانساني تېريو عکسونه، په هر سياسي قيمت سره چې هم وي، منع کړي او د امريکې سترې محکمې ته تلفون وکوي. يواځې د سترې محکمې په مرسته سره اوباما کولی شي، د عکسونو خپرونه د تل د پاره بنده کړي. هغه هم له خطر سره د ملي امنيت د مخامخ کېدلو په خاطر.