1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما پر ايرانيانو باندي د اړيکو د ټينګېدو ږغ کړی دی

۱۳۸۷ اسفند ۳۰, جمعه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په يوه ځانګړې ويډيو کي د نوروز د جشن په رارسيدو سره د ايران پر حکومت او وګړو باندي د نوي پيل ږغ کړی دی...

https://p.dw.com/p/HGAe
د اوباما بې ساری ويډيويي پيغام د پخواني ولسمشر جورج ډبل يو بوش توندې لهجې ته د شا گرځولو په مانا يوه هڅه ده چي نوموړي د«شرارت د محور» مشهوره اصطلاح رامنځته کړې وه.
د اوباما بې ساری ويډيويي پيغام د پخواني ولسمشر جورج ډبل يو بوش توندې لهجې ته د شا گرځولو په مانا يوه هڅه ده چي نوموړي د«شرارت د محور» مشهوره اصطلاح رامنځته کړې وه.انځور: AP / DPA / Montage DW

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما د جمعې په ورځ د څو لسيزو ناباورۍ او تربگنۍ وروسته د ايران پر خلکو ږغ وکړی چي د دواړو هيوادونو تر منځ دي اړيکي ټينګي سي.

او باما د خپلي لنډي دورې د بهرني سياست په يو مهم اقدام کي وويل، چي واشنگټن دې ته ژمن دی چي له ايران سره رغوونکي اړيکي ولري، او زياته يې کړه چي تهران به وکولای سي په نړيواله ټولنه کي وړ ځای ونيسي که له ترهگرۍ څخه لاس واخلي او سولي ته مخه کړي.

اوباما د نوي لمريزکال په رارسېدو سره څرگنده کړه چي د ده ادارې دې ته ملا تړلې ده چي له ايران سره پر ټولو مسايلو وږغيږي. اوباماوويل: «د کابو درو لسيزو راپه دې خوا زموږ د ملتونو تر منځ اړيکي ترينگلې دي. خو د دغه جشن په لړ کي موږ هغه انسانيت ته ځير کيږو چي يو په بل پوري مو تړي.»

ايران او امريکا د 1980 م کال راهيسي ډيپلوماټيکي اړيکي نه لري. اوباما د نوروز جشن، د«نوي پيل» وخت وباله، ځکه نو دی غواړي چي له ايراني مشرانو سره «سپيني خبري» وکړي. اوباما پرته له دې چي پر ايران باندي د متحده ايالاتو لخوا لگول سوي تورونه تکرار کړي، لکه د تروريزم څخه ملاتړ او يا غير له دې چي نوموړی د ايران له اټومي تگلاري څخه يادونه وکړي، وويل:

«تاسو هم خوښه لرئ. متحده ايالات غواړي چي د ايران اسلامي جمهوريت دي د هيوادونو په ټولنه کي وړ ځای غوره کي. تاسو دغه حق لرئ، خو هغه له مسووليتونو سره مل دی، او دغه مقام ته رسېدل د ترهگرۍ او وسلو د لارې نه سي کيدای، بلکي د سوله يزو کارونو د لاري چي د ايران د خلکو او تمدن اصلي ستر والی ښيي. د دغه لوی والي تول د ورانکارۍ وړتيا نه ده. هغه زموږ د جوړولو او ودانولو څرگند قابليت دی.»

د اوباما پيغام د هغه د ادارې تياری او لېوالتيا دې ته ښيي چي ايران د مستقيمو خبرو دپاره د يوې سيالي غاړي په توگه ومني او دا چي اوباما نظامي لاره ردوي تر څو د دې مخنيوی وکړي چي ايران اټومي وسلې تر لاسه کړي. له ايران سره د نوو ډيپلوماټيکو اړيکو د نيولو ژمنه، د اوباما د هغه کمپاين په ترڅ کي راځي چي غواړي د واشنگټن له مخالفينو سره خبري وکړي. اوباما د لوړي د مراسمو په ترڅ کي د جنورۍ په شلمه نېټه له اسلامي نړۍ سره ژمنه کړې وه چي هغه به «لاس ورغځوي که هغوی خپل سوک نيولي گوتي خلاصي کړي.»

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په غبرگون کي له مخالفينو سره د اوباما د خبرو څخه د ملاتړ اعلان کړی و، خو ويلي يې وو چي امريکا دي «خپل پراختيا غوښتونکي سياست ته د پای ټکی کښېږدي.» احمدي نژاد زياته کړې وه:«که تاسو د بدلون په اړه ږغېږی، نو د متحده ايالاتو نظامي حضور دي په نړۍ کي بس سي، تاسو پوځونه وباسی او خپلو پولو ته يې بېرته وردننه کړی.»

د اوباما بې ساری ويډيويي پيغام د پخواني ولسمشر جورج ډبل يو بوش توندې لهجې ته د شا گرځولو په مانا يوه هڅه ده چي نوموړي د«شرارت د محور» مشهوره اصطلاح رامنځته کړې وه او ويل يې چي ايران له سوريې او شمالي کوريا سره په کتار کي راځي.

د اوباما نوی پيغام دې ته هم غاړه ږدي چي ايران په سيمه کي يو اصلي لوبغاړی دی او په مهمو مسايلو کي لاس لري. په دې لړ کي له عراق څخه د امريکا د شاتگ، له طالبانو سره په افغانستان کي جگړه او په منځني ختيځ کي د اسرايلو او عربو لانجه راځي.

Schmitz/ نسيم صابر

کتونکی: زيامل