1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما پر روسیې باندې د سوریې له کبله نیوکې وکړې

۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

اوباما په سوریه کې د مسکو پوځي اقدامات رد کړل او ویې ویل چې دغه شان اقدامات روسیه لا منزوي کوي. روسیې تیره اوونۍ په سوریې کې هوایي بریدونه پیل کړل. روسیه او ایران د اسد د رژیم پیاوړي ملاتړي بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/1Gi7y
USA Washington PK Obama Russland Syrien
انځور: Getty Images/AFP/C. Somodevilla

اوباما په خپلو خبرو کې د روسیې په ولسمشر ولادیمیر پوتین باندې تور ولګاوه چې هغه د اسلامي دولت ترهګرې ډلې جنګیالیو او د بشار الاسد په منځلاو مخالفینو کې په توپیر کولو کې پاتې راغلی دی. دا د دوشنبې په ورځ په سوریې کې د روسیې د مستقیمې پوځي مداخلې له پیلیدو راهیسې د اوباما تر ټولو شدید غبرګون دی.

روسیې د جمعې په ورځ هم په سوریې کې هوایي بریدونه وکړل. دې هیواد تر ډیره بریده پورې د اسلامي دولت د اډو پر ځای هغه سیمې چې د اسد د مخالفینو تر ولکې لاندې دي بمبار کړې.

اوباما د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوه خبرې کنفرانس ته وویل: «د هغوی [روسیې] له نظره ټول ترهګر دي او دا د یوه ناورین له پاره شرایط برابروي.» اوباما زیاته کړه: «دا کار یوازې د اسلامي دولت د لا ځواکمیندو لامل کیږي او دا د هیچا په ګته هم نه ده.»

روسیه او ایران د بشارالاسد له پیاوړو ملاتړو څخه بلل کیږي چې هڅه کوي چې هغه په واک کې پاتې شي. خو اوباما ټینګار وکړ چې دغه شان اقدامات به دا هیوادونه له نړیوالې ټولنې څخه لا هم منزوي کړي. امریکایي ولسمشر روښانه کړه چې روسیه په اوکراین کې د پوځي مداخلې له کبله تر نړیوالو تحریمونو لاندې راغلې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر یو ځل بیا پر خپلې هغې پالیسې باندې چې هیواد یې د اسد د منځلارو مخالفینو ملاتړ کوي، ټینګار وکړ. کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې که روسیه پر دغو کسانو باندې برید وکړي نو ایا امریکا متحده ایالات به د هغوی ملاتړ وکړي او که نه، اوباما وویل: «موږ به سوریه د امریکا متحده ایالاتو او روسیې تر منځ د نیابتي جګړې په میدان باندې بدله نه کړو.» هغه په عین حال کې په سوریې کې د سولې راتلو په موخه له روسیې سره پر ګډ کار باندې ټینګار وکړي.

د ولسمشر اوباما تر څرګندونو لږ مخکې، د سوریې د بهرنیو چارو وزیرله روسیې څخه په دې هیواد کې د هوایي بریدونو له کبله مننه وکړه.

له بلې خوا د روسیې ولسمشر د جمعې په ورځ په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره ولید. اولاند ټینګار وکړ چې په سوریې کې د روسیې هوایي بریدونه باید یوازې د اسلامي دولت پر ضد محدود پاتې شي. اولاند یوه خبري کنفرانس ته وویل: «روسیه تل په سوریې کې ښکیله پاتې شوې ده او تل یې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کړی دی. هغه ته یې وسلې ورکړې دي او آن اوس هم دغه کار کوي. خو ما ښاغلي پوتین ته وویل چې هوایي بریدونه باید یوازې د داعش پر ضد محدود پاتې شي.»

د آلمان صدراعظمې هم په دغه کنفرانس کې خبرې وکړي او ټینګار یې وکړ چې داعش «دښمن» دی. هغې وویل چې د سوریې ستونزه باید له سیاسي لارې حل شي او د اپوزیسیون غوښتنې هم باید په پام کې ونیول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب