1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما پر مسلمانانو برید پر ټولو ادیانو برید وباله

۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

اوباما په امریکا متحدو ایالاتو کې یوه مسجد ته د خپل لومړي ورتګ پر مهال د اسلام پر ضد بریدونه وغندل. هغه په داسې حال کې دا خبري وکړې چې ځينو جمهوري غوښتونکو په وروستیو وختونو کې پر مسلمانانو باندي نیوکې ډیري کړي دي.

https://p.dw.com/p/1HpZN
USA Baltimore Besuch Obama bei Islamic Society Moschee
انځور: Reuters/J. Ernst

د بالمتیمور اسلامي ټولني په مسجد کې د خبرو پر مهال، بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ پر یوه دین باندي برید پر ټولو ادیانو برید وباله. اوباما وویل: «کله چې یوه مذهبي ډله هدف ګرځي، موږ ټول یې باید په دفاع کې په لوړ غږ خبري وکړو.»

ولسمشر اوباما چې په خپله یو عیسوی دی، هغو کسانو ته چې تر اوسه پوري یوه مسجد ته نه دي تللي وویل چې دا ځای د خپل عبادت د یوه ځای په شان وګڼي. هغه وویل: «د خپلي کلیسا، کنیسې او یا هم معبد په اړه فکر وکړئ، نو دغه شان مسجدونه به ستاسو له پاره ډیر اشنا وي. دا داسې ځای دی چې کورنۍ ورته راځي، څو له خدای او یو له بل سره خپله مینه څرګنده کړي.»

ولسمشر اوباما غواړي په امریکا متحدو ایالاتو کې یوه مسجد ته د خپل لومړي سفر په واسطه د خپل هیواد اوسیدونکو ته د اسلام یو بل اړخ وښيي.

اوباما په عین حال کې پر امریکایي مسلمانانو باندي غږ وکړ چې د افراطیت په له منځه وړلو کې مرسته وکړی.

تر دې مخکې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشرۍ په سیالیو کې نوماند دونالد ترمپ، غوښتي چې امریکا متحد ایالات باید خپلې پولي پر ټولو مسلمانانو باندي په موقتي توګه وتړي.

ترمپ له هغه وروسته دا څرګندونې وکړې چې د امریکا په کلفورنیا ایالت کې یوې ښځي او مېړه ۱۴ کسان ووژل. چارواکو ویلي ول چې دغه دوه کسان افراطي مسلمانان ول چې د داعش د عقاید تر اغېزې لاندي راغلي ول.

بل جمهوري غوښتونکی کانديد تید کروز، هم وایي چې يوازي بايد د سوریې عیسوي مهاجر ومنل شي، او نور کانديدان بیا د ولسمشر اوباما پر هغه پلان باندي نیوکه کوي چې غواړي له سوریې څخه ۱۰۰۰۰ کډوال په امریکا متحدو ایالاتو کې ومني.

اوباما ویلي دي چې په امریکا کې د مسلمانانو پر ضد سیاسي خبري ځای نه لري. هغه په عین حال کې وغوښتل چې په رسنیو کې هم باید لا ډیر مسلمان کرکترونه رامنځ ته شي.