1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: پر هیلیري باور لرم

آژانسونه/ ب.ص.۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبه

سختې نیوکې، برائت او د ولسمشر له خوا ستانه: دا هر څه هیلري کلنټن په یوه ورځ کې تجربه کړل. ولسمشر بارک اوباما، په داسې حال کې د هیلیري کلنټن ملاتړ وکړ چې د امریکا فدرالي پولیسو د بریښنا لیک په لانجه کې هغې ته برائت وکړ.

https://p.dw.com/p/1JK2K
USA Wahlkampfauftritt Hillary Clinton und Barack Obama in North Carolina
انځور: Reuters/B. Snyder

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، چې د بهرنیو چارو د پخوانې وزیرې هیلري کلنټن سره د دې په انتخاباتي مبارزه کې په لومړي ځل راڅرګند شو، وویل: «زه نن دلته ځکه راغلم یم چي زه پر هیلري کلنټن باور لرم.»

هغه زیاته کړه: «دا د بلې هرې ښځې او سړي په پرتله د دې څوکۍ له پاره ډيره وړتیا لري.» 

د نارت کارولاینا ایالت په چارلټ ښار کې بارک اوباما د دیموکراتانو دغه کاندیده ډیره ونازوله او د نوموړې د کارونو او کرکتر ستاینه يې وکړه. اوباما وویل: «پر هیلیري زما باور تل ثمره لرلې ده.»

په اصل کې په نظر کې نیول شوې وه چې د هیلري کلنټن په ټاکنیزه مبارزه کې به ولسمشر د جون میاشتې په منځ کې برخه واخلي خو په اورلندو ښار کې پر یوه کلب د برید وروسته چې ۴۹ انسانان پکښې ووژل شول، دغه پلان وځنډول شو. اوباما په نظر کې لري چې له هیلري سره چې د نوموړي سیاست پر مخ وړل غواړي، په څو ځلي په دغه ډول غونډو کې را څرګند شي.

اوباما د چارلټ ښار په دغه غونډه کې د جمهوري غوښتونکو پر احتمالي کاندید دونالد ترمپ یو ځلي بیا سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: «د اقتصاد د ودې له پاره نوموړی هیڅ هم نه لري.»

بارک اوباما زیاته کړه چې جمهوري غوښتونکي خپله هم نه پوهیږي چې دونالد ترمپ څه وايي.

خو کلنټن او اوباما دواړو د بهرنیو چارو د پخوانې وزیرې د بریښنا لیک د افتضاح یادونه ونه کړه. کلنټن د ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۳م کال پورې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د خپل شخصي ایمیل څخه استعفاده کړې وه. په دې توګه نوموړې د امنیتي مقرراتو څخه سرغړونه کړې وه.

«شدیده بې پروايي»

که څه هم د امریکا د پولیسو فدرالي ادارې یا «FBI» په دې تړاو د دوسیې د نه پرانستلو لارښونه کړې خو د دغه ادارې مشر جیمز کومي، د دیموکراتانو پر دغه ممکنه کاندیدې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې نوموړې د ځینو محرمو او حتې په ځينو مواردو کې د «ډیرو محرمو» اسنادو په برخه کې «سخته بې پروایي» کړې ده.

دې افتضاح له ډيرې مودې راهیسې د هیلري کلنټن اعتبار له ستونزو سره مخ کړی دی. نوموړې په خپله ډیر وروسته خو په ټینګار سره خپله دا سهوه منلې ده. د FBI پریکړه به له یوه پلوه د کلنټن له پاره د خلاصي په معنا وي خو له بل پلوه د جمیز کومي سختې نیوکې به تر اوږدې مودې ژورې اغیزې له ځان سره راوړي.

د ولسمشرۍ د سیالیو له پاره د جمهوري غوښتونکو احتمالي کاندید دونالد ترمپ، د تویتر له لارې د FBI پر دې پریکړه سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې نورو د ډيرو کوچینو شیانو له پاره قضايي پایلې لیدلي دي او دا چې د امریکا په سیاسي سیستم کې تقلب موجود دی. د FBI دا پریکړه ښايي د ترمپ د ټاکنیزې مبارزې سره مرسته وکړي ځکه د دوی ادعا ده چې د واشنګټن ټول سیستم له درغلۍ ډک دی او یوه نوي بنسټیز بدلون او پیل ته اړتیا شته.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب