1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما پر پولیسو تر برید وروسته د یووالي غوښتنه وکړه

۱۳۹۵ تیر ۲۸, دوشنبه

ولسمشر بارک اوباما په خپل هیواد کې پر پولیسو باندې د ډزو تر نوې پیښې وروسته د یووالي غوښتنه کړې ده. په وروستیو وختونو کې د پولیسو او امریکایي تور پوستانو تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

https://p.dw.com/p/1JQdP
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۷مه نېټه) وویل چې امریکایان باید خپلې «لهجې نرمې او خپل زړونه خلاص کړي». هغه دا څرګندونې د پولیسو د وژل کیدو تر یوې نوې پیښې وروسته وکړې.

په نوې پیښه کې درې پولیس د امریکا متحده ایالاتو په باتون روژ سیمه کې وژل شوي دي. وروسته بیا روښانه شوه چې احتمالي برید کوونکی د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتیری ګوین لونګ، وو. په دغه پیښه کې درې نور پولیس ټپیان شوي هم دي چې له ډله څخه یې د یوه روغتیايی وضعیت حساس دی.

د یووالي غږ

ولسمشر اوباما د یکشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ د یوه ملت په توګه باید دا خبره په لوړ غږ او واضح توګه وکړو چې د قانون په پلي کوونکو باندې بریدونه نه شي توجیه کیدای.»

هغه زیاته کړه: «هر یو باید اوس په داسې کلماتو او کارونو باندې تمرکز وکړي چې دغه هیواد متحدوي نه دا چې دغه هیواد لا پسې تقسیم کړي.»

ولسمشر اوباما ټینګار کړی دی چې له وضعیت څخه سیاسي ګټې باید پورته نه شي. په ولسمشريزو ټاکنو کې د دیموکراتانو ګوند له خوا نوماندې هیلري کلنتن، پر پولیسو باندې برید پر ټولو برید بللی دی.

د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالد ترمپ، بیا ویلي دي چې امریکا «نا متحده او له کنتروله بهر شوې ده».

په باتون روژ سیمه کې تر دې مخکې یوه سپین پوستي پولیس یو تور پوپوستی وژلی وو. د دغه تور پوستي وژنه په امریکا متحده ایالاتو کې د سپین پوستو پولیسو له خوا د تور پوستانو د وژنو تر ټولو نوې پیښه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل