1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما پر ځوانو اسرائیلیانو د سولې غږ وکړ

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters, dpa)۱۳۹۲ فروردین ۲, جمعه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، پر ځوانو اسرائیلیانو باندې غږ وکړ چې په خپل هیواد کې سوله رامنځ ته کړي. هغه له دغو ځوانانو څخه وغوښتل چې هغه سیمه ییزې ستونزې له منځه یوسي چې د اسرائیلو امنیت یې له گواښ سره مخامخ کړی دی.

https://p.dw.com/p/182Rw
انځور: Reuters

د اوباما د وینا د اوریدو له پاره د پنجشنبې په ورځ د بیت المقدس تالار ته په سلهاو ځوان اسرائیلیان راغلي ول. د اوباما د وینا پر مهال اسرائیلي ځوانانو ډیرې چکچکې وکړې او په دې ترتیب سره یې هغه وستایه. اوباما په خپله وینا کې تر ډیره حده پورې له اسرائیلو څخه خپل ملاتړ څرگند کړ خو په عین حال کې یې په سیمه کې د دې هیواد پر ځینو سیاستونو باندې له نیوکه کولو څخه ډډه و نه کړه.

اسرائیلو ته د اوباما تر سفر مخکې د هغه یو شمیر منتقدینو نیوکه کړې وه چې اوباما له دې هیواد څخه په کافي اندازه ملاتړ نه کوي. اوباما تل دغه نیوکې رد کړي دي، خو د پنجشنبې په ورځ یې اسرائیلي ځوانانو ته دا خبره وکړه چې هیڅ کله به له یو شمیر اسرائیلي سیاستونو سره خپل مخالفت پټ و نه ساتي.

د اوباما د وینا پر مهال اسرائیلي ځوانانو ډیرې چکچکې وکړې او په دې ترتیب سره یې هغه وستایه.
د اوباما د وینا پر مهال اسرائیلي ځوانانو ډیرې چکچکې وکړې او په دې ترتیب سره یې هغه وستایه.انځور: Reuters

اوباما په خپله بیانیه کې وویل: «دا ډیره مهمه خبره ده چې سړی صادقه ووسي، په خاصه توګه له خپلو ملګرو سره. زه غواړم چې تاسو په دې خبره پوه شئ چې زه له تاسو سره د یوه داسې ملگري په توگه خبرې کوم چې ستاستو راتلونکې ته ژمن دی او د هغې په اړه ژوره اندیښنه لري.»

اوباما د خپلې وینا په ډیرو برخو کې له اسرائیلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. هغه په خاصه توگه په څو مواردو کې د اسرائیلو او امریکا تر منځ نزديوالي ته اشاره وکړه. اوباما د اسرائیلو د لاسته راوړنو او روښانه راتلونکې له کبله دغه هیواد وستایه.

اسرائیلو ته ریښتینې گواښونه متوجه دي

اوباما وویل چې اسرائیل له هغو گواښونو څخه چې د دې هیواد د گاونډیو له خوا ورته کیږي د خپل ځان ساتلو پوره حق لري. هغه اسرئیلي ځوانانو ته خطاب وویل: «تر هغه وخته پورې چې امریکا متحده ایالات وي، تاسو یوازې نه یاست.»

اوباما حزب الله ته د یوه ترهگر سازمان خطاب وکړ او له نړیوالو مشرانو څخه یې وغوښتل چې د دې سازمان ملاتړ و نه کړي. دغه ډله اوس په لبنان کې قدرت لري او ویل کیږي چې د سوریې د رژیم له مشر بشارلاسد، سره نزدې همکاري کوي. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې لا تر اوسه پورې دغه ډله د یوې ترهگرې شبکې په توگه نه ده پیژندلې.

اوباما په خپلو خبرو کې همداراز ټینگار وکړ چې ایران باید اتومي وسلې تر لاسه نه کړي. امریکا متحده ایالات، اروپایي ټولنه او اسرائیل پر ایران باندې تور لگوي چې دغه هیواد د اتومي وسلو د جوړولو هڅې کوي، خو تهران تل دغه تورونه ردوي او وایي چې اتومي پروگرام یې یوازې سوله ییزې موخې لري.

سوله یوه اړتیا او مکننه ده

اسرئیلو ته د اوباما له سفر څخه دا تمه نه کیده چې په ترڅ کې به یې د سولې یو نوی پلان وړاندې شي. اوباما په دې سفر کې په سیمه کې د سولې پر اهمیت او ضرورت باندې ډیر ټینگار وکړ.

اسرائیلي ځوانانو ته په وینا کې اوباما څو وارې له هغوی څخه وغوښتل چې د فلسطینیانو په حق کې شوې تیروتنې تصور کړي. هغه همداراز له دغو ځوانانو څخه وغوښتل چې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو تر منځ ورته والي ته توجه وکړي.

اوباما وویل: «دا عادلانه نه ده چې د فلسطینیانو پر ضد تاوتریخوالي ته جزا نه ورکول کیږي. دا سمه خبره نه ده چې فلسطینیان په خپلو ځمکو کې کار کولو ته نه پریښودل کیږي. دا هم سم کار نه دی چې په لویدیځ اردن کې د زده کوونکو د تگ راتگ آزادۍ محدودیږي. دا ناسمه کار دی چې فلسطیني کورنۍ له خپلو کورنو څخه ایستل کیږي.»

اوباما په خپلو خبرو کې وویل چې په سیمه کې سوله، د دوو خپلواکو هیوادونو له رامنځ ته کیدو پرته عملي نه ده. هغه ټینگار وکړ چې اسرائیلي او فلسطیني ځوانان کولای شي چې له سولې سره ډیره مرسته وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب