1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په احتیاط سوریې ته ګواښ وکړ

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ اردیبهشت ۷, شنبه

ولسمشر اوباما سوریې ته ګواښ وکړ چې که چیرې له کیمیاوي وسلو څخه کار واخیستل شي نو دا به «حالات ډیر بدل کړي». په وروستیو وختونو کې پر اوباما باندې کورنۍ او بهرنی فشار ډیر شوی چې د سوریې په شخړه کې مداخله وکړي.

https://p.dw.com/p/18OAh
U.S. President Barack Obama pauses while he makes a statement about the bomb blast at the finish line of the Boston Marathon while in the Brady Press Briefing Room at the White House in Washington, April 15, 2013. Two explosions hit the Boston Marathon as runners crossed the finish line on Monday, killing at least two people and injuring 23 on a day when tens of thousands of people pack the streets to watch one of the world's best known marathons. REUTERS/Larry Downing (UNITED STATES - Tags: POLITICS CRIME LAW CIVIL UNREST DISASTER TPX IMAGES OF THE DAY) / Eingestellt von wa
US-Präsident Barack Obama nach Anschlag in Bostonانځور: Reuters

دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې امریکایي استخباراتي ادارو ویلي وو چې د دې امکان شته چې په سوریه کې دی کیمیاوي وسلې کارول شوې وي.

خو اوباما د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې ۲۶مه نیټه) وویل چې امریکا باید په ډیر احیتاط سره په عمل لاس پورې کړي. هغه زیاته کړه چې استخباراتي ادارې یې باید دا خبره معلومه کړي چې دغه کیمیاوی وسلې کله او په څه ډول کارول شوي دي. خو د اوباما په خبره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې معلومه شي ایا په سوریه کې دغه ډول وسلې کارول شوې هم دي او که نه.

تر دې مخکې اوباما د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته ګواښ کړی وو چې د کیمیاوي وسلو کارول به «له سرې کرښې تیریدل وي». هغه د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې امریکا او نړیواله ټولنه به په دې اړه يوه پراخه څیړنه په لاره واچوي چې ایا په سوریې کې دغه ډول وسلې کارول شوې دي او که نه.

خو داسې ښکاریدل چې اوباما د هغو استخباراتي معلوماتو له مخې چې اوس په لاس کې دي، په کوم لوی اقدام لاس پورې نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر چارواکو او د رسنیو په رپوټونو کې دا خبره شوې ده چې په سوریې کې کیمیاوي وسلې کارول شوې دي.

اوباما د اردن له پاچا شاه عبدالله دویم، سره د لیدو پر مهال وویل: «زه فکر کوم چې نه یوازې متحده ایالات بلکې ټوله نړیواله ټولنه به د دې اجازه ورنه کړي چې په سوریې کې د ملکي وګړو پر وړاندې په سیستماتیک ډول کیمیاوي وسلې وکارول شي.»

خو اوباما پر دې خبرې باندې ټینګار وکړ چې په دې اړه باید تر پوره څیړنو وروسته او په ډیر احتیاط سره په اقدام لاس پورې شي.

تر دې مخکې یوه امریکایي استخباراتي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي وو چې «تر دې مخکې هم داسې شوي چې د امریکايي استخباراتي ادارو د غلطو معلوماتو له مخې په پوځي اقدامونو لاس پورې شوی دی.»

دې چارواکي د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش له خوا پر عراق باندې د یرغل پلانولو ته اشاره وکړه چې ویل کیدل په دې هیواد کې د عام وژنې وسلې موجودې دي، خو دغه وسلې هیڅ کله هم و نه موندل شوې او په بدل کې یې ۴۵۰۰ امریکايي سرتیرو او په سلهاو زرو عراقیانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل.

له بلې خوا د بریتانیې لومړي وزیر دیوید کمرون، ویلي دي هغه شواهد چې ښيي اسد د خپلو خلکو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی، ډیر جدي دی.

په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې راهیسې کړکیچ ادامه لري چې د ملګرو ملتونو په خبره په کې تر اوسه تر ۷۰۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼې ویاند جې کارني، هم ویلي وو چې امریکا غواړي د دې په اړه دقیقې څیړنې وکړي، چې آيا سوریه په رښتیا هم له سرې کرښې تیره شوې او که نه. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا اسخباراتي ادارو د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د دې امکان شته چې د اسد رژیم دې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب