1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: په افغانستان کي به تر انتخاباتو وروسته يوه ارزونه وکړو

۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

په داسي حال کي چي اوباما په ګانا کي په سفر بوخت ؤ، په افغانستان کي د متحده ايالاتو مأموریت هم د خبريالانو د پوښتونو په سرکي ځاي درلود چي واشګتن په دغه هیواد کي کومي موخي تعقيبوي...

https://p.dw.com/p/IltZ
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افريقايي هيواد ګانا کي د سفر پر مهال
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افريقايي هيواد ګانا کي د سفر پر مهالانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما پرون افريقايي هيواد ګانا کي ؤ، چيري چي د افريقا وچي ته يي ژمنه وکړه چي په نړيوال سياست کي خپل نقش ولوبوي.

هغه وويل.« افريقا د نړۍ له جرياناتو څخه بيله نه ده. اوباما وويل، په همدې وجه هغه قصداً د سترو صنعتي هيوادونو د اته نومي ډلي يا G8 د سر مشرايزي په پاي کي ګانا ته خپل سفر پلان کړ. هغه له افريقا سره د خپل هيواد د ملګرتيا ژمنه وکړه، خو ويې ويل د دې وچي راتلونکي يوازي د افريقا ولسونه بدلولای شي:

« امريکا د افريقا له خلکو او ولسونو سره ملګرتيا غواړي، خو مونږ ټول پوهيږو چي د افريقا راتلونکي د افريقايانو په لاس کي ده. له دي خبري څخه په خاصه توګه زما مقصد د افريقا ځوان نسل دي.»

د متحده ايالاتو جمهور رييس ګانا ته د سفر په ترڅ کي دغه هيواد د نورو افريقايي هيوادونولپاره نمونه وګاڼه، هغه يوه افريقا چي له جګړي، اداري فسادونو او اختلاسونو څخه وژغورل شي.

په داسي حال کي چي هغه په ګانا کي په سفر بوخت ؤ، په افغانستان کي د متحده ايالاتو مأموریت هم د خبريالانو د پوښتونوپه سرکي ځاي درلود چي واشګتن د منځنی په دغه هیواد کومي موخي تعقيبوي. په هلمند کي د متحده ايالاتو دځواکونو پوځي عمليات او بيا په خاصه توګه په نوموړی سيمه کي د څلوريست ساعتونو په موده کي د ۸ بريتانوي سرتيرو وژل کيدل، د افغانستان په اړه اوباما د خبريالاتو تر پوښتني لاندي ونيول شو.

د برتانوي عسکرو جنازې
د برتانوي عسکرو جنازېانځور: AP

هغه په افغانستان کي د بريتانيا له ونډي، بيا په خاصه توګه پوځي ونډي څخه ستاينه وکړه.

اوباما د بريتانيا د نيوز سکاي نومي تلويزيون سره په مرکه کي وويل: هغه مهم کار چي مونږ يي په افغانستان کي اوس کولاي شوو دا دي چي زمونږ پوځي هڅي له اغيزمني ديپلوماسي او پرمختيا سره جوختي کړاي شي تر څو افغانان احساس وکړي چي دوي په دي قضيه کي خپل پراخه ونډه لري او پراخ ظرفيت، ترڅو خپل هيواد خپلي خوندي وساتي.»

هغه وويل، د افغانستان د ملي پوځ او ملي پوليسو د روزني لپاره به متحده ايالات په نوو اقداماتو لاس پوري کړي.

اوباما یادونه وکړه: « له انتخاباتو څخه وروسته زه فکر کوم چی مونږ بايد خپل پام دي ته واړو چی څرنګه يو اغيزمن افغان ملي پوځ جوړيږي، يو افغان ملي پوليس، څرنګه مونږ په اغيزمنه توګه له پاکستان سره کار کولاي شو.»

اوباما وویل کله چي په افغانستان کي د زمري په مياشت کي انتخابات سرته ورسيدل، له هغي وروسته به د هغه د خپلي وينا له مخي« يو ارزونه وشي» چي څه نور کارونه کيداي شي.

هغه وويل ، البته دغه نوي هڅي يواځي پوځٍي اړخ ته نه، بلکه ملکي اړخ ته هم بايد متوجه کړاي شي. لکه: افغان بزګرانو ته د نشه يي توکو پر ځاي د نورو توکو د کرلو شرايط برابرول ، د افغانستان عدلي نظام جوړول، تر څو د قانون حاکميت خوندي شي، هغه چي خلک پري اعتماد وکړي.»

د متحده ايالاتو جمهور رييس د نړيوالو ځواکونو وروستيو مرګ ژوبلو ته په اشاري سره دا هم وويل، د طالبانو ضد جګړه کي نړيوال ځواکونه د هغه د خپلي وينا له مخي «له يو سخت» دوبي سره مخامخ دي.

« مونږ ټول پوهيږو چي دا دوبي به په جګړه کي ډير ستونزمن وي، خصوصا هغه یوه سیمه کی چي د طالبانو کنترول ؤ، زه فکر کوم چي هغوی به شا وتمبول شول، خو لا تراوسه اوږد مزل په مخکي دي، مونږ بايد د انتخاباتو لپاره لاره اواره کړو.»

د متحده ايالاتو جمهور رييس وویل: « د افغانستان پيل شوي مأموريت بايد بشپړ شي».

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل