1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په افغانستان کي د ناټو د جنگي ماموريت د ختم هرکلی وکړ

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۸, دوشنبه

د امریکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما په افغانستان کي د ايساف ځواکونو د جنگي ماموريت پای ته رسېدل ستايلي دي، او په عني حال کي ئې خبرداری ورکړی دی چي دغه هيواد اوس هم يو خطرناکه ځای دئ.

https://p.dw.com/p/1EB0q
انځور: Reuters/L. Downing

د جون مياشتي له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کي د امریکا په مشرتوب ايساف ځواک د جنگي ماموريت ځای د ناټو په مشرتوب د «روزني او ملاتړ» ماموريت نيسي.

اوباما په افغانستان کي د جنگي ماموريت ختم د خپل هيواد له پاره يوه مهمه پيښه بللی دی. هغه په يوه اعلاميه کي ويلي دي: «د افغانستان په ۱۳ کلن جنگ کي زموږ د ملت نزدې ۳۰۰۰ بې گناه انسانان ووژل سول.»

اوباما زياته کړې ده: «اوس، زموږ د پوځ په يونيفورم کي د ښځينه او نارينه وو قربانيو په برکت سره په افغانستان کي ماموريت پر ختمېدو دی او زموږ د هيواد په تاريخ کي دغه دوامداره جنگ مسئولانه پای ته رسيږي.»

اوباما له هغو عسکرو او د ملکي موسسو له کارکوونکو څخه مننه وکړه، چي په افغانستان کي يې خدمت کړی دئ. هغه ويلي دي: «د دغو عسکرو او مامورينو خدمت وو، چي د القاعدې شبکه ډري وړي، رهبر يې اسامه بن لادين په سزا ورسېد او ترهگري پلانونه ئې شنډ سول او د بې شمېره امريکايانو ژوند وژغورل سو.»

اوباما زياته کړې ده: «ستاسو د خدمت په برکت موږ خوندي يوو او زموږ ملت خوندي دي. د دغه خونديتوب له پاره زموږ نژدې ۲۲۰۰ عسکر ووژل سول او ډېر نور ټپيان سول، څو موږ ته دغه ډاډمنه زمينه برابره کړي.»

خو اوباما زياته کړه چي د افغانانو او د هغوی د امنيتي ځواک په مخکي لا ستونزي پرتې دي او د خپل هیواد د دفاع له پاره قرباني ورکوي. هغه وويل: «افغانستان دغه شان يو خطرناکه هيواد پاتيږي.»

په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو جنگي ماموريت د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۲۸مه) تر ۱۳ کاله جنگ وروسته په رسمي توگه پای ته ورسېد. د دغه ماموريت ځای به د جنورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه د «پريکړنده ملاتړ» په نوم ماموريت نيسي چي موخه ئې د افغان امنيتي ځواک روزنه او سلا مشورې دي.

په دغه نوي ماموريت کي چي د نزدې ۲۰ هيوادونو شاوخوا ۱۲۵۰۰ عسکر به پکښي ونډه ولري تر لسو زرو زيات به ئې امریکايي ځواک وي.

آلمان هم پتېيلې ده چي په دغه ماموريت کي په ۸۵۰ عسکرو سره ونډه ولري. د آلمان پارلمان يوه اوونۍ دمخه په افغانستان کي خپل دغه نوی ماموريت تصويب کړ.

دغه بهرني عسکر به په افغانستان کي په جنگ کي ونډه نه اخلي، بلکي د افغان امنيتي ځواک ملاتړ به کوي او هغوی ته به سلا مشورې ورکوي.


اوباما له افغانستان سره پر خپلو مرستو ټينگار کړی دئ او ويلي ئې دي چي په افغانستان کي پاته عسکر به هم له خطره خلاص نه وي.