1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په افغانستان کي د نوي رغنده تګلاري نيت لري

۱۳۸۷ آذر ۱۸, دوشنبه

د امريکا نوي ټاکل سوي اولس مشر باراک اوباما تکل کړی دی چي دده حکومت به په جنوبي آسيا کي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کي نوې تګلاره عملي کوي .

https://p.dw.com/p/GBZA
اوباما د انتخاباتی مبارزې پر وخت د حامد کرزي سره ،کله چه لا دجمهوررييس په حيث نه ؤ انتخاب سوی
اوباما د انتخاباتی مبارزې پر وخت د حامد کرزي سره ،کله چه لا دجمهوررييس په حيث نه ؤ انتخاب سویانځور: AP

اوباماوعده کړې ده، چي ددغي نوي پاليسۍ پېل به د غريبو افغانانو دپاره د ښه ژوند د امکاناتو په برابرولو پېلوي . دغه خبري نوموړي په هغه تلويزوني مرکه کښي کړي دي چي ديکشنبې په ورځ د اېن بي سي ټلويزون خپره کړه .د اېن بي سي دغه تلويزوني خپرونه د ميټ د پرېس په نامه ياديږي .

دامريکا نوي ټاکل سوي اولس مشر پر پاکستان او هندوستان ږغ وکۍ، چي په خپل منځ کښي د کشمير پر موضوع رغنده خبري اتري وکړي ،تر څو دغه دوه هيوادونه وکولای سي چي د ترهګرانو لخواد ممبی غوندي ناوړه ترهګري بريدونو او ډليزه وژنو مخنيوی وکولای سي .

د يوې پوښتنې په جواب کي چي آيا هند د پاکستان تر پولي آخوا هم حق لري چي ترهګرانتعقيب کي اوکه څنګه ،باراک اوباما وويل: دحملې په صورت کي هر هيواد د ځان څخه د دفاع حق لري .

اوباما پدې عقيده دی چي که اسلام آباد په خپل هيواد کي د ترهګرانو په له منځه وړلو کي پاته راسي او يا هم تياری ونه ښيي ،نو امريکا ددې حق لري چي د پاکستان دننه پر دغه ترهګرانو بريدونه تر سره کي . اوباما د پاکستان د نوي ټاکل سوي حکومت او اولس مشر آصف علي زرداري په هکله وويل چه : موږ مثبت سګنالونه ترلاسه کړي دي .

په پېښور کي دجمعې د روځي د چاودونو په اړه اوبا ما د آصف علي زرداري په هکله وويل : هغه دا منلې ده چي ترهګري يوازي د امريکا دپاره نه بلکه د پاکستان دپاره هم يو لوی خطردی .

اوباما دامريکا او پاکستان تر منځ د يوې نوي او اغېزمني ستراتيژيکي ملګرتيا د منځ ته راتلو پر سرټينګار وکۍ . ده وويل: د پاکستان سره يوې داسي اغېزمنې ستراتيژيکي ملګرتيا ته اړتيا سته چي په ترڅ کي يې داسي ډاډ رامنځ ته سي چي د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي سيمي د تر هګرانو لخوا د پټيدو دځايو په حيث نه کارول کيږي .

باراک اوباما اضافه کړه چي امريکا په ټوله جنوبي آسيا کي ستراتيژيکي ملګرتيا ته ضرورت لري . ده وويل چي د جنورۍ پر شلمه د امريکا دجمهورري رياست دمقام دسپارلو سره سم به دی د طالبانو او القاعده پر ضد سخته مبارزه شروع کي . نوموړي وويل: موږ افغانستان ته په يوازي او تجريدي ډول نه سو کتلای ولي چي هغه د مشکل يوه برخه ده. موږ بايد ټوله سيمه په پام کي ونيسو چي پکښي پاکستان، هند، کشمير او ايران هم راځي.

دافغانستان په باب اوباما وويل چي پدغه هيواد کي نورو اضافي قواووته اړتيا سته ، او بل داچي ددغه هيواد په هکله د ناټو دغړو هيوادو تر منځ همږغي او اغېزمنو اړيکو ته ضرورت سته . اوباما چي په پام کي لري د عراق څخه خپل عسکر وباسي او افغانستان ته يې وليږي وويل: موږ بايد د افغانستان د بيا رغونې په ترڅ کي خپلي مرستي په لوړه کچه زياتي کړو. د ستونزې يوه برخه دا هم ده چي يو افغان بزګر په خپل ژوند کي تر اوسه لا کومه بهتري نده احساس کړې .

د امريکا نوي ټاکل سوي اولس مشر د افغانستان د وضعې په هکله اندېښنه وښوله . دده په وينا د اولس مشر بوش د وعدو سره سره ددغه هيوابنسټيزه جوړښتونه لا ندي جوړ سوي ، او پدغه هيواد کي امنيتي وضع تر اوسه لاهم د اندېښنې وړ ده. اوباما زياته کړه چي: که موږ د بيا رغونې او پرمختګ د چارو د چټکتيا او اغېزمنولو تر څنګ ډيپلوماتيکي او پوځي چاري هم چټکي اواغېزمني کړو، نو زما په نظر به وضع ثبات پيدا کي .