1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: په الجزایر کې د یرغمل نیونې پیښه پاې ته ورسیده

۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17Niq

د امريکا د متحده آيالاتو ولسمشر بارک اوباما، اسلامپاله يرغمل نيونکي د الجزاير د ګازو په يو ډګر کې د وينو تويېدو په پېښه کې ګرم بلل دي. د سپينې ماڼۍ په يوه ويناپاڼه کې راغلي دي چې د صحرا په دښته کې د ګازو پر بټيو بريد يو ځل بيا د القاعدې او نورو خشونت خوښوونکو تندلارو ډلو ګواښ سړي ته ورپه زړه کوي.

متحده آيالات به له دې کبله له خپلو ملګرو سره نزدې همکارۍ ته دوام ورکړي د دې لپاره چې ترهګري په افريقا کې هم وځپل شي. د شنبې په ورځ د الجزاير ځواکونو د يرغمل نيونې پېښه له ۲۴ ساعتو وروسته پای ته ورسوله. په دغه پوځي بريد کې د کورنيو چارو د وزارت په خبره ټول ټال ۵۵ انسانان ووژل شول، چې ۲۳ تنه يې برمته شوي کسان ول. ۵ تنه بريتانويان او ۵ نارويژيان تر اوسه لادرکه دي. تقريبا ۸۰۰ انسانان د دغو څرګندونو له مخې د تندلارو اسلامپالو له دغه بريد څخه ژوندي راوتلي دي.