1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په برلین کې له میرکل سره د ترمپ او پوتین په اړه غږیږي

۱۳۹۵ آبان ۲۷, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په برلین کې د آلمان له صدراعظمي انګلا میرکل، سره خصوصي د شپې ډوډۍ خوړلې ده. تمه کيږي چې دوی به د جمعې په ورځ له اروپايي مشرانو سره تر لیدنې مخکې د ترمپ او پوتین په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/2SoM0
Deutschland USA Besuch Präsident Barack Obama in Berlin, Abschied
انځور: Reuters/F. Bensch

بارک اوباما اوس د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه د اروپا په وروستي سفر بوخت دی. هغه چې اوس په برلین کې دی، د پنجشنبې په ورځ د آلمان له صدراعظمي انګلا میرکل سره رسمي خبري اترې کوي، او بیا وروسته دواړه په یوه خبري کنفرانس کې را څرګندیږی. یوې سرچینې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دواړه مشران به د سوریې په اړه هم خبري وکړي.

پلان شوې ده چې میرکل او اوباما د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته په ۳:۱۵ په صدارت کې سره وګوري. دا په داسې حال کې ده چې نور اروپايي مشران به د جمعې په ورځ له اوباما سره وویني او پر روسیې باندې د بندیزونو د غځولو په اوکراین کې د مداخله کولو او پر روسیې باندې په سوریې کې د بمباریو کولو له کبله د نویو احتمالي بندیزونو لګولو په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر اوباما میرکل «یوه د اعتماد وړ همکاره» بللې ده او د کډوالو د کړکیچ پر مهال یې د هغې ملاتړ کړي دي.

پر کومو موضوعاتو بحث کیدای شي

ترمپ ویلي دي کیداي شي له روسیې سره د اړیکو یو نوی پړاو پیل کړي. له دې سره پر مسکو باندې د بندیزونو د راتلونکې په اړه نوې اندیښنې راپاریدلي دي. واشنګټن په ۲۰۱۴م کال کې په اوکراین کې د روسیې د مداخلې له کبله، پر مسکو باندې بندیزونه ولګول.

یوه آلماني چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په پلان کې ده چې په راتلونکو اوونیو کې د روسیې پر ضد د اروپايي ټولنې د بندیزونو درجه بندي کول دي چې د راتلونکې جنوري په پای کې ختمیږي.

اروپايي مشران ښايي له اوباما څخه د ترمپ د پلانونو په اړه لا ډیرمعلومات وغواړي. هغه له ترمپ سره چې ویلي يې دي له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو ساتل غواړي، تیره اوونۍ ولیدل.

اروپايي چارواکي اندیښنه لري چې روسیه به د ترمپ د لوړې تر مراسمو مخکې له فرصت څخه په استفاده سره په سوریې او اوکراین کې نوي بریدونه وکړي. دوو دیپلوماتیکو سرچینو ویلي دي چې د جمعې ورځې په غونډه کې به د سوریې موضوع هم یاده شي.

پرلين ته د اوباما د سفر انځوريز البوم: