1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په برما کي د اصلاحاتو ملاتړ وکړ

۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبه

بارک اوباما د امريکا متحده ايالاتو لومړی ولسمشر دی، چي برما يا ميانمار ته سفر کوي. هغه غواړي چي په دې سفر سره په دغه هيواد کي د ديموکراسي غورځنگ پياوړي کړي.

https://p.dw.com/p/16lQV
انځور: Reuters

بارک اوباما په خپل دغه سفر کي چي يوازي څو ساعته به دوام وکړي، د برما دولت له مشر تاين سين سره وليدل. هغه دغه راز د اپوزيسيون له مشري اونگ سان سوچي سره هم ليدنه کتنه کوي. تر هغه وروسته به اوباما د برما د پلازميني رنگون په پوهنتون کي محصلينو ته وينا وکړي.

د برما د ديکتاتورۍ په کلونو کي دغه پوهنتون تړلی وو. د محصلينو دغي غوڼدي ته د اوباما وينا ته ټول انتظار لري. برما ته تر رسيدو مخکي پرون اوباما په بنکاک کي چي آسيايي هيوادونو ته د هغه د سفر لومړی تم ځای وو، وويل چي ميانمار پر سمه لار روان دی، خو هغه تمه لري چي د ديموکراسۍ او بشري حقونو پر لور نور گامونه هم واخيستل شي:

«هغه څه چي موږ کولاي شو په ټوله نړۍ کي ووينو، هغه دا دي چي بدلونونه ډير گړندي روان دي. مهمه خبر دا ده چي خلک غواړي پوه شي چي هغوی ته غوږ نيول کيږي. هغه څه چي موږ کولای شو د برما خلکو ته يې ډاډ ورکړو، هغه دا چي موږ د هغوی ږغ ته غوږ نيولی دی او پر هغو مو پام دی.»

په رنگون کي د اوباما تود هرکلی وسو.
په رنگون کي د اوباما تود هرکلی وسو.انځور: Reuters

د اوبما تر سفر مخکي ځيني نيوکي شوي دي، چي لا تراوسه ډير وختي دی چي د متحده ايالاتو يو ولسمشر برما ته سفر وکړي، ځکه هلته لا تراوسه يو ديکتاتوري نظام ټينگ دی. خو اوباما وويل، چي د ديموکراسي او آزادۍ پر لور د نوي پرانيستل شوي دروازې څخه بايد گټه واخيستل شي.

له اوباما څخه تمي

د رنگون يو اوسيدونکی وايي، چي په ميانمار کي خلک له دې سفره ډيري تمي لري، په خاصه توگه هغوی غواړي چي د اقتصادي پرمختيا بهير گړندی شي:

«د بشري حقونو په برخه کي دمخه لا ځيني پرمختگونه شوي دي. هغه څه چي موږ يې اوس تمه لرو، هغه اقتصادي پرمختگ دی. زه هيله من يم چي اوباما به په دې برخه کي له هيڅ ډول مرستي څخه ځان ونه سپموي.»

ټينگه اقتصادي همکاري له دې هدف سره چي امريکا بيا له يوه ستر اقتصادي خوځښت سره مرسته وکړي، د متحده ايالاتو حکومت د آسيا – پاسفيک په نوې ستراتيژي کي يوه بنسټيزه پايه جوړوي.

د تايلند په پلازمېنه، بنکاک کي د دې هيواد له مشرانو سره د اوباما د خبرو اترو اساسي موضوع اقتصادي همکاري وه. د تايلند صدراعظمه ينگ لوک شيناواترا غواړي چي د «ترانس - پاسفيک» د همکارۍ په تړون کي گډون وکړي. دغه تړون د غړو هيوادونو تر منځ د ازادي سوداگرۍ ضمانت کوي:

اوباما په رنگون کي له سياسي فعالي انگ سان سوچي سره د ليدني کتني پر مهال
اوباما په رنگون کي له سياسي فعالي انگ سان سوچي سره د ليدني کتني پر مهالانځور: Reuters

«تايلند به ډير ژره په دغه تړون کي د گډون له پاره خبري اتري پيل کړي او په هغه کي به د خپلو ټولو گټو له استازيتوب سره گډون وکړي. د پارلمان له خوا له ترهوکړي وروسته به دغه تړون لاسليک شي.»

امريکا متحده ايالات د تايلند د ډيرو پخوانيو متحدينو څخه شميرل کيږي او اوباما په خپل دې سفر سره د صدراعظمي شيناواترا چي په خپل هيواد کي تر سختو نيوکو لاندي ده، ملاتړ ښکاره کړ. هغه وويل:

«موږ له تايلند سره په خپله دوستي وياړو. دغه راز د ديموکراسۍ، آزادۍ او پرمختيا په روڼا کي د هيواد د مشري له هڅو څخه خوښ يو.»

د سه شنبې په ورځ اوباما د جنوب ختيځي آسيا د ولسونو د ټولني چي انگريږي مخفف ASEAN دی په سرمشرييزه کي گډون کوي، دغه سر مشريزه د کمپوچيا په پلازمېنه فنوم پن کي جوړيږي.

شميت/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل