1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: «په خپلې ملګرې انګلا وياړم»

۱۳۹۵ اردیبهشت ۴, شنبه

د اوونۍ په پای کې له انګلا مېرکل سره تر کتنې مخکې د امريکا متحدو آيالاتو ولسمشر اوباما، انګلا مېرکل د پياوړي مشرتوب لرونکي شخصيت په توګه ستايلې ده. له يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې يې په تېره د هغې د کډوالو سياست ستايلی دی.

https://p.dw.com/p/1IbGK
انځور: Getty Images/S. Gallup

بارک اوباما د «بيلد» ورځپاڼې د شنبې ورځې ګڼې ته ويلي دي چې د کډوالو په کړکېچ کې د صدراعظمې مېرکل دريځ د «ډېرو نورو آلمانيانو په څېر» خورا «زړور» وو. مېرکل په دغه لړ کې «د اصلي سياسي او اخلاقي مشرتوب وړتيا» ښودلې ده.

اوباما زياته کړه چې د کډوالۍ سياست په هر هېواد کې ستونزمن وي: «زه بيا هم فکر کوم چې د ښه مشرتوب لرونکي شخصيتونه دې ته چمتو دي چې تر ټولو سختو ستونزو ته هم غاړه ورکړي، په تېره چې وضعيت ترينګلی وي.» د ده په اند سړی «نه شي کولای چې زموږ په څېر د انسانانو په وړاندې دروازه وتړي کله چې هغوی په خراب وضعيت کې قرار لري» چې دا به د اوباما په خبره «زموږ له ارزښتونو سره جفا وي.»

مېرکل د اوباما په خبره درک کړې ده چې يو «منظم بهير» بايد عيار شي څو نوي راغلي کسان ومنل او د آلمان ټولني ته ورګډ شي. دغه خبره اوباما يادې ورځپاڼې ته کړې ده. اوباما خبرداری هم ورکړ چې آلمان بايد يوازې «يا له څو نورو محدودو هېوادونو سره يو ځای» هم ټول بار يونه سي، بلکې دا چې د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ شوی تړون د دغه مسووليت د وېشلو له پاره يو مهم ګام دی.

«زه ورباندې اعتماد لرم»

اوباما د خپلو څرګندونو له مخې په دې وياړي «چې انګلا زما ملګرې ده.» مېرکل د ده په خبره «عملي فکر لري او په عملي کېدونکو چارو باندې تمرکز کوي.» د متحدو آيالاتو ولسمشر زياته کړه: «که هغه يو څه ووايي، نو په دې نظر هم وي. که ووايي چې يو کار به وکړم، نو کوي يې هم. زه ورباندې اعتماد لرم.»

اوباما ټينګار وکړ چې صدراعظمه مېرکل «د مشرۍ د ډېرو هغو وړتياوو لرونکې ده چې زه ورته په درنه سترګه ګورم.» مېرکل د ده په خبره «د آزادۍ، برابرۍ او بشري حقونو يو ښه وينا لرونکی غږ دی.»

د امريکا متحده آيالات يوې پياوړې اروپا ته اړتيا لري

اوباما دا هم وويل چې دواړو هېوادونو ډېر څه په ګډه تېر کړي او زغملي دي. «کله چې به په دوو اړخيزو اړيکو کې ترينګلتيا راغله، چې دا کار د دوو هېوادونو تر منځ کله نا کله پېښيږي، نو په دوستانه توګه به مو د متقابل احترام له لارې ورته حل لټاوه.»

د متحدو آيالاتو ولسمشر له ايران سره د اتومي تړون په برخه کې له آلمان څخه د مهمې ونډې اخيستنې له کبله مننه وکړه. د ده په خبره د داعش او ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې هم آلمان يو تر ټولو نژدې ملګری دی. اوباما وويل: «زما د سفر پيغام دا دی چې د امريکا متحده آيالات او ټوله نړۍ يوې پياوړې، شتمنې او متحدې اروپا ته اړتيا لري.»

اوباما او مېرکل به د يکشنبې په ورځ د هانوور نندارتون ته ولاړ شي. د سپينې ماڼۍ د څرګندونو له مخې به اوباما د خپل سفر په ترڅ کې د آزادې سوداګرۍ د TTIP نومي تړون څخه هم ملاتړ وکړي.