1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په سوريه کي د پوځي مداخلې دلايل وړاندي کړل

مسعود جهش (دويچه يله)۱۳۹۲ شهریور ۷, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پر سوریې باندې د یوه احتمالي برید له پاره «توجیهي دلایل» وړاندي کړي دي. هغه ویلي دي چې دې پایلې ته رسیدلی دی چې په سوريه کې د اسد رژیم له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/19YIS
A Syrian man escorts a boy away from fumes as a street covered with uncollected garbage is fumigated in the northern city of Aleppo on March 24, 2013. Syria's mainstream insurgent Free Syrian Army does not recognise Ghassan Hitto, a rebel prime minister chosen by dissidents after hours of heated talks last week, a rebel official told AFP. AFP PHOTO/BULENT KILIC (Photo credit should read BULENT KILIC/AFP/Getty Images)
Symbolbild Syrien Bürgerkrieg Krieg Gasmaske Giftgaseinsatzانځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

اوباما د چهارشنبې په ورځ روښانه کړه چې هغه به په یوه احتمالي برید کې څرنگه محدود بریدونه ترسره کړي ترڅو په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د بیا کاریدو مخه ونیسي. هغه د خپلې دې ادعا له پاره چې بشارالاسد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی کوم دلایل وړاندي نه کړل.

اوباما روښانه کړه چې لا تر اوسه پورې پر سوریې باندي د یوه پوځي برید ترسره کولو په اړه وروستۍ پایلي ته نه دی رسیدلی خو هغه وویل چې دغه شان یو برید به د اسد رژیم ته یو روښانه زیگنال واستوي. اوباما له PBS تلويزيوني چينل سره په خبرو کي وویل:

«موږ داسې شواهد لرو چې ښيي د سوریې رژیم دغه بریدونه [د کیمیاوي وسلو] ترسره کړي دي [...] که داسې وي، نو باید دغه کار نړیوال عواقب ولري.» اوباما وویل چې پر سوریې باندې به «محدوده او مناسب» پوځي برید وشي. هغه ټینگار وکړ چې په دغه هیواد کې مستقیمه پوځي مداخله، د سوریې کورنۍ جگړه نه شي سړولی.

اوس مهال د ملگرو ملتونو یو شمیر څیړونکي په سوريه کې دي ترڅو هغه تورونه وڅیړي چې وایي د اسد رژیم د خپلو مخالفینو پر ضد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې رژیم په وار وار د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه تورنه رد کړي دي او د سوریې پر پاڅونکوونکو باندې یې تور لگولی دی چې د بهرنیو هیوادونو په مرسته یې دغه شان وسلې کارولي دي.

د نړیوال ملاتړ تر لاسه کولو هڅي

د چهار شنبې په ورځ یو ځل بیا د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمې غړي و نه توانیدل چې د سوریې په اړه یوې موافقې ته ورسیږي. بریتانیا دغې شورا ته په سوريه کې د پوځي مداخله کولو یو وړاندیز د تائید له پاره وړاندې کړی وو. روسیې په دغه غونډه کې وویل چې په سوريه کې پوځي مداخلي تر وخت مخکي اقدام دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو ویلي دي چې هغوی کیدای شي د ملگرو ملتونو له موافقي پرته هم په سوريه کې پوځي مداخله وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې میرې هارف، په دې اړه ویلي دي: «په امنیت شورا کې له هر ډول معنی لرونکي اقدام سره د روسیې مخالفت ته په کتو سره موږ پر خپل وړاندي بله لاره نه وینو.»

دغې امریکا چارواکې روښانه کړې ده چې د سوریې وضعیت مداخلي ته اړتیا لري او امریکا متحده ایالات نه شي کولای د روسیې د موقف له کبله پرته له دې چې په کوم اقدام وکړي، حالات وڅاري.

آلمان او انگلستان په یوه نظر دي

د انگلستان لومړي وزیر دیوید کامرون، د آلمان له صدراعظمې انگلا میرکل سره د چهارشنبې په ماښام خبرې وکړي او دواړو پر دې خبرې باندې موافقه وکړه چې په هغه صورت کې چې په اثبات ورسیږي چې د اسد رژیم له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی، نو نړیواله ټولنه باید په حالاتو کې مداخله وکړي.

دیوید کامرون به د پنجشنبې په ورځ د خپل هیواد په پارلمان کې خبري وکړې ترڅو په سوريه کې د پوځي مداخلي له پاره د خپل هیواد د خلکو د استازو هوکړه ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د انگلستان د حکومت اپوزیسیون لا وختي له کامرون څخه غوښتي دي چې تر هغه وخته پورې چې د ملگرو ملتونو څیړونکو د خپلو څیړنو پایلې نه وي وړاندې کړي په سوريه کې پوځي مداخله و نه کړي.