1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په عراق کي د اړتيا په صورت کي د هوايی بريدونو اجازه ورکړې ده

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۷, جمعه

امریکا د عراق په شمالي برخو کې هوایي بریدونو ته اجازه ورکړې ده. دغه پریکړه تر هغه وروسته شوې ده چې یاغیانو په دې سمیه کې ډیر پرمختگونه کړي دي. اوباما ویلي دي چې بشري او امنیتي وضعیت د بیړنیو اقداماتو اړتيا پيدا کړې ده.

https://p.dw.com/p/1CrFG
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکايي الوتکو د عراق په شمالي برخو کې د هوا له لاري د مرستو رسولو عملیات پیل کړي دي. هغه روښانه کړې ده چې که اړتیا وي نو د «عراق او شام اسلامي حکومت» یا داعش ډلي پر ضد به هم هوایي عملیات پیل کړي.

د داعش ډلي جنگیالانو د پنجشنبي په ورځ د اربیل سیمي پر لور خپل پر مختگ ته دوام ورکړ. هغوی د عراق مسیحي میشته سیمه بغدیدا ښار هم نیولی دی او ډیر کسان یې د دغه ښار پریښودو ته اړ ايستلي دي.

اوباما په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل: «د دې له پاره چې د اربیل پر لور د پرمختگ مخه ونیول شي، ما خپل پوځ ته امر کړی دی چې د داعش پر کاروانونو باندي د اربیل پر لور د حرکت په صورت کې برید وکړي.» اوباما زیاته کړه چې امریکا به په سیمه کې له عراقي او کوردي ځواکونو سره مرسته وکړي. امریکا متحده ایالات په اربیل کې یو سیاسي او د پوځي عملیاتو مرکز لري.

دا د امریکا له پاره د عراق د جگړې بیا پیلیدل نه دي

اوباما روښانه کړه چې نوي پوځي ماموریتونه په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي ماموریت د بیا پیلیدو په معنی نه دي. خو هغه ټینگار وکړ چې د داعش ډلي فعالیتونه او په خاصه توگه له لږکیو سره د هغوی چلن د مداخلې اړتیا رامنځ ته کوي.

اوباما وویل: «موږ کولای شو چې په احتیاط او مسئولیت سره اقدام وکو، څو د یوې عام وژني مخه ونیسو.» هغه زیاته کړه: «له همدې کبله ما د هدفي هوایي بریدونو اجازه ورکړې ده، څو د اړتیا په صورت کې له عراقي ځواکونو سره د کلابندۍ په ماتولو او د ملکي وگړو په ساتنه کې مرسته وکړي.»

تر دې دمخه کوردي ځواکونو د سه شنې په ورځ رسنیو ته ویلي ول چې د عراق په شمال کې د داعش پر ضد هوایي بریدونه لا وختي پیل شوي دي. خو هغه وخت د پنتاگون یوه چارواکي دغه رپوټونه «په بشپړه توگه غلط» گڼلي ول.

ملگرو ملتونو د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

د پنجشنبې په ورځ ملگرو ملتونو د امنیت شورا په یوه بېړنۍ غونډه کې پر نړیوالي ټولني باندې غږ وکړ چې د عراق له حکومت او ملکي وگړو سره مرسته وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د بريتانيا سفیر مارک لیال گرنت، وویل: «د امنیت شورا غړي پر نړیوالي ټولني باندې غږ کوي چې د عراق د حکومت او خلکو ملاتړ وکړي او هر کار چي يې په توان کي وي هغه وکي، څو د هغو خلکو ستونزي کمې شي چې د عراق د اوسنۍ جگړي تر اغېزې لاندي راغلي دي.»