1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په مالیزیا کې د بې ځایه شویو له کمپ څخه لیدنه وکړه

ستار جهش/ آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما، د شنبې په ورځ په د مالیزیا کې د مهاجرو له یو کمپ څخه لیدنه وکړه. د اوباما د دې لیدنې هدف د مهاجرو نړیوال کړکیچ ته پام اړول دي.

https://p.dw.com/p/1HA6N
Barack Obama beim Asia-Pazifik-Forum in Manila
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما، د شنبې په ورځ په د مالیزیا کې د مهاجرو له یو کمپ څخه لیدنه وکړه تر څو په امریکا کې د خلکو پام سخاوتمندی ته واړوي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جمهوریخواهه ګوند امریکا ته د سوریایي مهاجرو د راتګ مخالف دی.

اوباما په کوالالمپور کې د ماشومانو له پاره د «ماشومانو بشردوستي سازمان» کمپ کې وویل: «دا یواځې د میانمار د ماشومانو څیرې نه دي، بلکه د سوریي او عراق د ماشومانو څیرې هم دي.»

د جمهوریخواهان انتقادونو ته په اشارې سره هغه وویل: «دا چې موږ له دې [مهاجرو] باید ویره ولرو او په یو ډول د هغوې له منلو مخ وګرځوو، دا د هغه څه چې موږ یو نه ښیي.»

د اوباما سفر پر پاریس باندې د اسلامي دولت یا داعش د خونړیو بریدونه څخه یوه اونۍ وروسته تر سره شو. دا بریدونه د دې لامل وګرځیدل چې په راتلونکي کال کې په امریکا کې د ۱۰ زره سوریایي کډوالو د منلو پر طرحې یو ځل بیا بحث وشي.

د امریکا د پارلمان غړو له اوباما څخه غوښتي چې د دې طرحې پلي کول وځنډوي. د پارلمان دا غړي ویره لري چې د مهاجرو منل به د دې لامل شي چې ترهګر ځانونه امریکا ته ورسوي او هلته هم د پاریس په شان بریدونه تر سره کړي.

د چهار شنبې په ورځې په مانیل ښار کې اوباما وویل: «داسې ښکاري چې هغوې له کونډو او یتیمانو څخه بیریدلي دي.»

Symbolbild Flüchtlinge Familiennachzug in Deutschland
انځور: picture-alliance/PIXSELL/D. Puklavec

۶۰ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي

د شنبې په ورځ اوباما خبریالانو ته وویل چې په کوالالمپور کې د بې ځایه شویو له کمپ څخه د لیدنې څخه یې هدف دا دی چې «موږ په نړۍ کې د بیځایه شویو کسانو د یو بیڅارې شمیره سره مخامخ یو» او واشنګتن باید د دې کړکیچ مشرتابه وکړي. هغه وايي: «نړې د سوریي پر جګړه ځپلو تمرکز کړی دی، خو موږ نه شو کولای د نړي په نورو برخو کې په میلیونونو بې ځایه شوي کسان له پامه وغورځوو.»

د روهینګیا مسلمانانو ته د میانمار تابعیت نه ورکول کیږي او د همدې له پاره په نړی کې تر ټولو لویه بې هیواده ډله جوړوي. همداراز د میانمار بودایي جنګیالیو د دې کسانو پر ضد خپلې حملې ډیرې کړي دي تر سو هغوی هر څه زر له دې هیواد څخه بهر شي.

د ملل متحد نړیوال سازمان اتکل کړی چې په تیرو دریو کلونو کې ۱۲۰ زره کسان له میانمار څخه تښتیدلي دي. په لاره کې هغوی د انساني قاچاقبران لاس ته ورځي. د سږ کال په مې میاشت کې د تایلند او مالیزیا د پولو تر منځ یو شمیر ډله ایز قبرونو پیدا شول چې ګمان کیږي د هغو روهینګیا مسلمانانو وي چې د انساني قاچاقبرانو له خوا وژل شوي دي.

د میانمار حکومت ادعا کوي چې روهینګیا مسلمانان غیرقانوني مهاجر دي چې له بنګله دیش څخه دې هیواد ته راغلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل