1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: په نيو يارک کي د اسلامي کلتوري مرکز د جوړونې ملاتړ کوم

۱۳۸۹ مرداد ۲۴, یکشنبه

په پام کي نيول سوې چي د امريکا په نيويارک ښار کي د مسلمانانو يو کلتوري مرکز جوړ کړل سي. پدغه کلتوري مرکز کي به د لمونځ کولو يوه خونه هم وي.

https://p.dw.com/p/Oo91
ولس مشر باراک اوباماانځور: AP

د دغه کلتوري مرکز پر جوړونه هغه وخت بحثونه رامنځ ته سوه کله چي بعضو امريکايانو د دغه مرکز د جوړونې اختلاف وکړی ولي چي ددوی په آند دغه د نيويارک د مانهېټن سيمي و گراونډزيرو ته ډېر نژدې دی. گراونډ زيرو هغه ځای دی چيري چي پخوا د د نړيوال تجارتي مرکز دوه برجونه ولاړ وه او د سپټامبر د يولسمي په تره گربريد کي را وپرځېدل. د امريکا په رسنيو کي دغه موضوع د اونيو راهيسي د زياتو بحثونه سبب گرځېدلې ده. اوباما په سپينه ماڼۍ کي د روژه مات د يوه دعوت پر وخت وويل چي دا د مسلمانانو حق دی چي خپل دين عملي کړي:

«زه پدې پوهيږم چي دغه پوښتنه د خلکو احساسات راپاروي. گراونډ زيرو يو مقدسه ځای دی. خو د يوه اتباع او ولس مشر په توگه زه فکر کوم چي د هر بل امريکايي په توگه مسلمانان هم د دې حق لري چي خپل دين عملي کړي.»

اوباما زياته کړه چي د مسلمانانو د دين د عملي کولو په حق کي د نيويارک په مانهېټن کي د مسجد جوړول هم راځي پدې شرط چي د اړينو قوانينو مراعت سوی وي. د اوباما په وينا د امريکا د بنسټ ايښودونکي همدا هيله وه:

«دا امريکا ده او د دين د آزادۍ په هکله زموږ ژمنتيا بايد نه لړزېدونکې وي.»

د سپتامبر د يولسمي د قربانيانو بعضي ټولنو د اوباما پر دغه وينا سخته نيوکه کړيده. د دوی په آند که و گراونډ زيرو ته نژدې مسجد جوړ کړل سي نو د سپتامبر د يولسمي د قربانيانو زړونه به ښايي ازار سي. د قربانيانو د بعضو کورنيو ويانده ډېبرا بورليگام وايي چي اوباما هغه وخت امريکا يوازي پرېښودله کله چي نه کاله تر مخه د امريکا زړه مات کړل سو. د امريکا د ريپبلکن گوند يو شمير سياست وال هم پر اوباما نيوکي کوي. ددغه گوند سياستوال ريک سانتوروم چي په تونده لهجه کي وايي:

« دا يو ځل بيا د دې څرگندويي کوي چي اوباما هم د مسجد د امام په څېر د امريکايانو د هيلو په کيسه کي ندی. د خلکو سره د اوباما اړيکي بيخي له منځه تللي دي او نوموړی د ولس مشر په توگه يو ستر گواښ دی.»

ريک سانتوروم دغه څرگندونې و خبري تلويزيون فوکس نيوز ته کړي دي. خو نوموړي پر دې سترگي پټي کړي چي امريکايان پر دغه موضوع ويشل سوي دي. په يوه نوې احصاييه کي څرگنده سوې چي 64 فيصده کسان و گراونډ زيرو ته د مسجد جوړونې مخالفت کوي. ددغي احصايي له مخي د هغو کسانو شمېر 61 فيصده دی چي د اسلامي کلتوري مرکز په وړاندي اعتراض نه لري.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی/ميولر زابينه

کتونکی: نجيب الله زيارمل