1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په چين کی: موږ نه غواړو چې خپل سيستم په نورو وروتپو

۱۳۸۸ آبان ۲۶, سه‌شنبه

تر رسمی مراسمو وروسته د امريکا او چين جمهور رييسانو بارک اوباما او هو جين ټاو په پيکينګ کښي د چين د ولسي جمهورریت په لوی سالون کښي سره وکتل. د دوی دواړو تر منځ د خبرو اترو غټه موضوع د دوه اړخیزه تجارتي روابطو پر سر وه.

https://p.dw.com/p/KZ8v
اوباما په چين کی
اوباما په چين کیانځور: AP / Fotomontage: DW

اوباما غواړي د چين سره د هغه د پولي سیسټم په باب خبری وکی، چه د امريکايی نکته نظره یې صادرات د پیسو د راکښته کولو له کبله په مصنوعي ډول آرزانه دي.

دچين حکومت بیا د خپله طرفه په امريکا کښي د اقتصادي بحران له کبله ددې څخه تشویش لری، چه د امريکا په بهاداره اسهامي بازارو کښي به یې سرمایو ته ضرر ورسیږی، اوارزښت به یې راکښته سی.

چين د خپلي ډیري سرمایه ګذاری له کبله چه تر ۲۰۰۰ ملیارډو اوړی ، د امريکا تر ټولو لوی قرضه ورکونکی هیواد دی.

د چين د بانکو د نظارت شورا د امريکا پر متحده ايالاتو باندي په تعجب آوره ډول انتقاد وکۍ، او ویلی یې دی چه دغه کار د نړی پر اسهامو او د غیر منقولو جایدادو پر خرڅلاو او رانيولو باندی ډیر منفی اثر کړی دی.

پدې وسیله د جهانی اقتصاد د بیرته احیأ او جوړيدو دپاره داسی خطرونه او ریسکونه راپیدا سوی دي، چه مخنیوی یې په مشکل سره کیدلای سی.

پرون د چين د لیدنی کتني پر وخت بارک اوباما د چين څخه وغوښتل، چه د بشر د حقوقو مراعت وکي او د معلوماتو آزادي تضمین کي. په شانګهای کښي د محصلینو په مخکی ده وویل، چه د بشر حقوق باید د ټولو لپاره اعتبا ولري. ده وویل:

«موږ دلته ددې دپاره نه یو راغلی، چه پر یوه بل هیواد باندی یو بل ډول سیسټم تحمیل کو. خو موږ پر دې هم عقیده نلرو ، چه هغه اصول او پرینسیپونه چه د هغه دپاره موږ یو، زموږ د هیواد دپاره ډیر فوق العاده دي. دغه پرینسیپونه عبارت دی ، د نظریاتو او عقیدې د آزادۍ، معلوماتو ته لاس رسی او په حکومت کښي برخه اخیستل.

موږ عقیده لرو چه دا اساسی حقونه دی، او هغه باید د ټولو دپاره اعتبار ولري. د قومي او مذهبي اقلیتو دپاره، بې تفاوته ده چه که هغه په امريکا، چين او یا د نړۍ په بل هر ځای کښي وي.»

د چين څخه د امريکاد جمهوررييس د لیدنی کتني پر وخت پولیسو د بشر د حقوقو ډیر مدافعین ونیول. د بشر د حقوقو سازمانو د پولیسو د تعقیب او بیری پر دغه سیاست باندی ډير انتقادونه وکړل.

قاسم نوری
کتونکی: يحيی وردک