1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په ډير لنډ وخت کي خپله کابينه بشپړه کړه

۱۳۸۷ دی ۳, سه‌شنبه

د بارک اوباما په کابينه کي دخارجه وزيري په حيث دهيلاري کلينټن تعينيدل ډير د پاملرني وړ وګرځېدل ،او اوس بيا په هغه کي د انرژۍ او اقليم ساتني د وزيرانو تعينيدل د هغه وزن نور هم ور زيات کۍ.

https://p.dw.com/p/GM3w
بارک اوبا ما د فيزيک په برخه کي د نوبل د جايزې وړونکی ډاکټر سټيون شو په خپله کابينه کي د انرژۍ د وزير په توګه و نوموی
بارک اوبا ما د فيزيک په برخه کي د نوبل د جايزې وړونکی ډاکټر سټيون شو په خپله کابينه کي د انرژۍ د وزير په توګه و نومویانځور: picture-alliance/dpa

دی بايد د امريکاد متحده ايالاتو د انرژۍ په برخه کي تغيرات رامنځته کي.بارک اوباما د ده په باب وويل:«ډاکټر سټيون شو د فزيک په برخه کي د نوبل جايزه وړې ده ، او په همدغو ساحو کي يې هم ډير کارونه کړيدي ،په هغو ساحو کي چيري چه زموږ په هيواد کي د مثمري او پاکي انرژۍ د توليد سبب کيږي.»

سټيون شوبه، د انرژۍ وزير سي. دی په ډيره علاقه مندۍ سره واضح او ښکاره خبري کوي.مثلاً دی ددې په باب چي امريکايان د اقليم د تغير د تاثيراتو څخه څونه پوهيږي،وايي:«زه ګمان کوم چه امريکايان پدې نه پوهيږي چه امکان لري ډيري خرابي پيښي رامنځته سي . دوي په اساسي ډول په هغه نه پوهيږي . په غير دهغه بايد دوي د هغه په مقابل کي يو څه کړي واي. »

دغه60 کلن تر اوسه پوري په کلفورنيا کي د انرژۍ په يوه لابراتوار کي کار کاوه. سټيون شو غواړي چي په راتلونکي کي د نباتي موادو اولمر د انرژۍ څخه استفاده وسي. او د بلي انرژۍ د منبع يعني د ډبرو د سکروپه باب ده وويل چي هغه دده دپاره د انرژۍ تر ټولو خرابه منبع ده.ځکه چي په هره اندازه چي د ډبرو سکاره سوځل کيږي ،په همهغه اندازه ډير کاربن ډاي اکسايډ هوا ته پورته کيږي.

سټيون شووظيفه لري چي د انرژۍ داسي سياست عملي کي، چي په هغه کي تحقيقاتي نتايج جدي ونيول سي،لږ مضره ګازونه توليد او انرژۍ وسپمول سي. سټيون شو يو وخت ويلي وه چي که زه پاچا سم،نو بيا به زه د مثمري او تکرار يد و نکي انرژۍ سياست عملي او په هغه کي به سپما راولم. طبعاً چي دی به پاچا يا جمهوررييس نسي،خو وزير به سي،او دی ددغه سياست د عملي کولو په برخه کي انډيوالانو او ملګرو ته اړ دی، چي کيدای سي په دغه برخه کي کارول برونر، ډيره مهم سي. دې يو وخت د امريکاد چاپير يال ساتني د ادارې مشرتوب پر غاړه درلودۍ.او اوس دادی د اوباما په کابينه کي يو مهم رول پر غاړه اخلي.

اوباما وويل:«ځکه نو زه کارول برونر ته په سپينه ماڼۍ کي يوه نوې چوکۍ ورکوم ،چه هغه به د انرژۍ او اقليم سياست سره هماهنګ کي .»

برونر بايد د انرژۍ سياست او اقليم ساتنه سره هماهنګ او وتړي. بارک اوباما هغه ته ډير اهميت ورکوي.ځکه چي دده دپاره د ملي امنيت، اقتصاد او چاپير يال ساتني موضوع ګاني ډيري مهمي دي.پدې خبره د کورنيو چارو نوي وزير سناتور کين سلازار، هم پوهيږي چي د امريکا د غرب کولورادو څخه راځي. د امريکا په متحده ايالاتو کي داخله وزارت نسبت اکثره نورو لويديزو هيوادو ته نور صلاحيتونه او وظايف لري. دغه وزارت د تيلو او ګازو د څانانو د ايستلو اجازه ورکوي، او په عيني حال کي د غټو طبيعي او ملي پارکونو مسؤليت هم پر غاړه لري ،او ده هم ډير هدفونه په مخکي ايښي دي.

ده وويل:«زه خوشاله يم چي د پاکي انرژۍ د سياست په جوړولو کي کومک وکم، د برق سيسټم او لينونه سم کم ، او زموږ د انرژۍ عادي منابع لکه د ډبرو سکاره،تيل او ګاز په عاقلانه ډول پکار واچوو.»

نوی جمهوررييس بارک اوباما غواړي هغه کارونه وکي چي تر اوسه پوري امريکاپه هغه کي ضعف ښکاره کړي ؤ. هغه به نه يوازي د انرژۍ دسياست ،محيط او اقليم ساتلو په برخه کي وي ،بلکي د ښووني او روزني په برخه کي هم.

په امريکا کي ابتدايي او نور لوړ مکتبونه يو حرکت ته ضرورت لري. مثلاً ښه معلمان ،ډيري پيسې او ښې مفکورې. د بارک اوباما په کابينه کي د ښووني او روزني نوی وزير آرنه دونکان، په شيکاګو کي د خپلي وظيفې پر مهال په اثبات ورسوله چي دولتي مکتبونه هم ښه مکتبونه کيدای سي.