اوباما په یونان کي د سپما په اړه د اصلاحاتو غوښتونکی دئ
۱۳۹۱ تیر ۶, سهشنبهاعلان
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د یونان له نوي صدراعظم انتونیس سماراس څخه غوښتي دي، چي د سپما په اړه نوي اصلاحات باید پلي کړي، تر څو له بین المللي مرسته کوونکو هیوادونو سره په ګډه کار وکولای سي. د یونان د حکومتي کړیو په حواله اوباما د تیلیفون د لاري وویل، چي یونان باید د یورو په زون کي د پاته کېدو له پاره مبارزه وکړي. سپیني ماڼۍ دا هم ویلي دي، چي د امریکا جمهور رئیس، سماراس ته په انتخاباتو کي د بري له امله مبارکي ورکړې ده او هغه ته یې د سترګي د عملیات له امله د هغه د جوړېدوهیله کړې ده. د دغي اوونۍ په پای کي په بروکسل کي د اروپايي ټولني له خوا په سرمشریزه کي د یونان جمهور رئیس کارولوس پاپولیاس غواړي، چي د خپل هیواد استازیتوب وکړي. له دې کبله په دغه غونډه کي د یونان په هکله د کومي قاطع پرېکړې انتظار هم نه کیږي.