1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په ۲۰۱۳ کال کي د بودیجي کسر کموي

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه
https://p.dw.com/p/141s1

د امريکا د متحده ايالتونو حکومت غواړي چي په راتلونکي کال کي د بودجې کسر راکم کړي. د حکومت يوه غړي په واشنگټن کي ويلي دي چي حکومت غواړي چي په ۲۰۱۳م کال د بودجې کسر ۹۰۱ ملياردو ډالرو ته راکښته کړي. د ۲۰۱۲م کال په پرتله دا ډېر ټيټ کسر دی.

پدې توگه سره به د نوي پور اخيستنې کچه د بشپړي بودجې ۵،۵ فيصدو ته راټيټه کړل سي. د روان مېلادي کال له پاره د ۸،۵ فيصدو کسر اټکل سوی دی. ولسمشرباراک اوباما چي د نومبر په میاشت کي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي کانديد هم دئ غواړي چي د دوشنبې په ورځ د بودجې دغه مسوده کانگرېس ته وړاندي کړي.

اټکل کيږي چي دی به يو ځل بيا هڅه وکړي چي پر هغو کسانو ماليې جگي کړي چي زياتي پيسې گټي او پدې توگه د حکومت خزانې ته ۱،۶ ملیارده ډالر زياته ماليه راټوله کړي. د جمهوري غوښتونکو گوند د بډای خلکو په وړاندي د ماليو د جگونې مخالفت کوي.