1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: پوتين بايد ستر تاوان ورکړي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۲, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د اوکرايين له لومړي وزير ارسني ياڅينيوک سره په ليدنه کي د اوکرايين حکومت پر ملاتړ ټينگار وکړ. اوباما ويلي دي چي روسيه بايد په کريميا کي له ټولپښتني څخه مخ واړوي.

https://p.dw.com/p/1BOs3
انځور: picture alliance / AP Photo

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۲) په سپينه ماڼۍ کي د اوکرايين له لومړي وزير ارسني ياڅينيوک سره وليدل او خبري اتري وکړې. په دغه ليدنه کي اوباما د اوکرايين په تړاو د روسيې پر چلن باندي نيوکه وکړه او ويې ويل که ولاديمير پوتين په اوکرايين کي د نړيوالو قوانينو تر پښو لاندي کولو ته ادامه ورکړي، تاوان به يې ورکړي.

اوباما زياته کړه چي هيواد يې د روسيې پر وړاندي د مالي او اقتصادي بنديزونو لگول په پام کي لري. د امريکا جمهور رئيس دغه راز ټينگار وکړ چي نړيواله ټولنه دې ته لېواله ده چي د اوکرايين کړکېچ له ديپلوماتيکي لاري حل و فصل سي.

اوباما پر دې باندي هم ټينگار وکړ چي نړيواله ټولنه د اوکرايين د موقت دولت ملاتړ کوي. هغه دغه راز وويل، دی هيله من دی چي روسيه به نړيوالو غوښتنو ته په کتو سره په کريميا کي له ټولپوښتني څخه مخ واړوي.

بارک اوباما له ارسني ياڅينيوک سره تر ليدني وروسته خبريالانو ته وويل: «موږ به دغه ټولپوښتنه چي له څو اوونيو راهيسي پلان سوې ده و نه منو، هغه هم په داسي حال کي چي روسيې د پوځي ځواک په مرسته کريميا د ځان کړې ده.»

د اوکرايين لومړي وزير هم په دغه ليدنه کتنه کي وويل چي هيواد به يې هيڅ وخت د يو موټي اوکرايين د پاتېدو له پاره په مبارزه کي «تسليم نه سي».

په کريميا کي د روسيې پوځ
په کريميا کي د روسيې پوځانځور: Reuters

پر روسيې باندي د آلمان دوباره نيوکه

د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل هم تيره ورځ د اوکرايين په اړه د روسيې پر کړو وړو باندي په انتقاد کولو سره اعلان وکړ: «که د اوکرايين له پاره يوه منځگړې ډله جوړه نسي او خبري اتري هم بې نتيجې پاته سي بې له دې چي بنديزونه ولگوي بله لار نه پاتيږي.» ميرکل زياته کړه: «موږ په اروپا کي د يوه جدي کړکېچ شاهدان يو.»

په پلان کي ده چي نن د پنجشنبې په ورځ به د آلمان صدراعظمه د اوکرايين د کړکېچ په اړه د آلمان درځ او د روسيې پر وړاندي د اروپايي ټولني د بنديزونو په تړاو وينا وکړي.

ټولپوښتني ته مشروعيت ورکول

روسيې نړيوالو څارونکو ته په کريميا کي د يکشنبې ورځي په پلان سوې ټولپوښتنه کي د څارني بلنه ورکړې ده. په پلان کي ده چي د راتلونکي يکشنبې په ورځ به د کريميا نيمه ټاپو وگړي په يوه ټولپوښتنه کي له روسيې سره د يو ځای کېدو په اړه پريکړه وکړي.

روسيه اوس په دې تلاښ کي ده چي د نړيوالو څارونکو په رابللو سره په کريميا کي ټولپوښتني ته مشروعيت ورکړي. خو لوېديځو هيوادونو دغه ټولپوښتنه غندلې ده او له روسيې څخه يې غوښتي دي چي په کريميا کي دي خپل پوځي حضور ختم کړي.

هغه چاته چي روسيې په کريميا کي د ټولپوښتني د څارني بلنه ورکړې ده هغه په اروپا کي د ښی اړخه گوندونو غړي دي. د ايتاليا، بلجيم او اتريش ښی اړخه گوندونه په ټولپوښتنه کي د څارني له پاره وربلل سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ د نړۍ د اوو صنعتي هيوادونو مشرانو (آلمان، فرانسې، بريتانيا، ايتاليا، کانادا او امریکا متحده ايالاتو) د يوې بيانيې په خپرولو سره له روسيې څخه غوښتي دي چي په خپله خاوره پوري د کريميا له تړلو څخه پرهيز وکړي او په دغه سيمه کي د ټولپوښتني له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.