اوباما څومره ژمنی پوره کړی دي؟
۱۳۸۸ تیر ۲۹, دوشنبهکله چه بارک اوباما جمهوررييس کيدۍ،نويې ډيري غټي وعدې ورکړلې . ده اعلان وکړۍ چه د امريکا متحده ايالات او د هغه دجمهوررييس محبوبيت به په نړۍ کښي لوړ بوزي .
هغه څه چه د دمخه د جمهوررييس بوش په زمانه کښي د امريکا اعتبار ته ډير ضرر رسيدلی ؤ . هيڅ چا نه غوښتل د امريکا سره سر وکار ولري ،ځکه چه د بوش حکومت د ځينو علايمو او نخښو سره ملګري ؤ، او دهيڅ شي پروا يې نه کوله . مثلأ د عراق د جنګ په باب يې ويل چه »هغه ګټو»،د منځني ختيځ قضيه پخپله حليږي ،د اقليم تغير وجود نلري ،يا بين المللي سازمانونه بې معنی دي ،چه د بوش دغه ډول دريځ پخپله امريکا د انزوا سره مخامخ کړه . بيا بارک اوباما راغۍ،چه نړۍ هم ورسره يوځای د آرامۍ احساس وکړ،پدې اميد چه يوه نوې مرحله به رامنځته سي .
بارک اوباما چه نسبتأ يو بې تجربه سناتور ؤ ،خو د خپلو غټو سياسي تجربو له کبله ،او پدې چه خلګ د بوش داته کلني دورې څخه ستړي او يو اساسي تغير يې غوښتۍ ،نو ويې کولای سول چه سپيني ماڼۍ ته ننوزي .
د انتخاباتو مبارزې په جريان کښی دده څخه ډير ژر لوی ستوری جوړ سو .
حتی پخپله تر متحده ايالاتو په ټوله نړۍ کښي خلک په ډير لږ وخت کښي دده د سياست خوښونکي سول . هغه څوک چه مخکښي ډيرو لږو کسانو پيژندۍ .
دده څخه ډير انتظار موجود ؤ : د اقتصادي بحران د حليدو څخه نيولې د اقليم د نجات او ټولي نړۍ تر قناعت پوري ،چه دا ټول کارونه بايد بارک اوباما کړي وای .
خو طبعأ دغه بيحده ډير کارونه بارک اوباما دجمهوري رياست په اولو 6 مياشتو کښي نسوای تر سره کولای .
خو که سړی هغه ته وګوري ،نو ويني چه دغه هدفونه يوازي تر يوه حده پوري تر سره سوي دي : بارک اوباما په عراق کښي جنګ ودروۍ ،خو آيا داچه هلته به سوله رامنځته سي ، د سوال وړ خبره ده . په دوهمه جبهه يعني افغانستان کښي وضع تر پخوا خرابه سوې ده . پر نوي ستراتيژي او د قواوو پر تقويې سربيره هلته د جولای په مياشت کښي دومره عسکر وژل سوي دي ،چه افغانستان ته د ورننوتو يعني 2001کال راهيسي نه وه .
د ګوانتانامو دپاره هم عين خبره اعتبار لري . بارک اوباما به هغه وتړي ،خو د هغو د بنديانو سره به څه کيږي ،چه هغه هم نامعلومه ده .
د اقتصادي بحران په هکله د بارک اوباما د حکومت نتايج ډير ښه ندي . که څه هم بارک اوباما کوښښ کوي چه بانکونه ډير مسؤليت پر غاړه واخلي ،خو دده حکومت د اقتصادي ودي او هڅونو مالي ملاتړ ،د امريکا په بودجه کښي د اولي پلا دپاره د بليارډو ډالرو کسر رامنځته کړی دی . داچه څه وخت او څنګه به دغه پورونه ادأ کيږي ،اوس پخپله بارک اوباما او دده مشاورين هم نه پوهيږي .
په نورو برخو لکه ايران ، روسيې او يا اقليم د تغير په موضوع کښی هم وضع ډيره نده ښه سوې ،او پکښی ډير تغيرات ندي راغلي .
بارک اوباما کوښښ کوي چه ډير مشکلات په يوه پلا حل کي ،خو تر اوسه پوري يې مشخصي نتيجې ندي ورکړي . او که په واضح ډول وويل سي ،خصوصأ په بين المللي موضوعګانو کښي اکثرأ خبره په بارک اوباما کي
نه ،بلکه د هغه د نړيوالو ملګرو په لږ ملاتړ کښي ده . ددې خبري څخه ښکاري چه داسي يو جذاب سړی لکه جمهوررييس اوباما هم نسي کولای په يوازي سره نړۍ ته تغير ورکړي .
ميکاييل کنيګی/ قاسم نوری
کتونکی: عبدالباري حکيم