1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما، کرزي ته د رسمي سفر بلنه ورکړې

۱۳۹۱ آذر ۲۴, جمعه

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنېتا، د پنجشنبې په ورځ وویل چې اوباما او حامد کرزی به د جنوري په میاشت کې وویني تر څو د ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/172Dz
انځور: Reuters

افغانستان ته د لیون پنېتا، د ناڅاپي سفر په دویمه ورځ هغه له ولسمشر حامد کرزي، سره ولیدل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه سره وغږیږي. پنېتا له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یو ځای گډ مطبوعاتي کنفرانس ته وویل:

«متحده ایالاتو... د بارک اوباما له لوري ولسمشر حامد کرزي ته رسمي بلنه ورکړی چې د جنوري د میاشتې په اوومه نیټه سره په واشنگټن کې وگوري، تر څو د ۲۰۱۴م کال وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه سره توافق ته ورسیږي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل چې هغه به له اوباما سره په دې اړه خبرې وکړي چې د ۲۰۱۴م کال وروسته یې حکومت د څومره شمیر امریکایي ځواکونو پاتې کیدل غواړي:

«مونږ به پر دغه او نورو اړونده موضوعاتو باندې په واشنگټن کې خبرې اترې وکړو او تر هغې وروسته به په دې اړه یوه دقیقه اعلامیه خپره کړای شي.»

کرزي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې له متحده ایالاتو سره د هر رنگه امنیتي تړون د لاسلیکولو تر مخه د بندیانو او د متحده ایالاتو له لوري د زندانانو کنترول، مهمې موضوعاگانې دي چې په اړه یې باید سپیناوی وشي.

په اوسني وخت کې دواړه هیوادونو د یوه امنیتي تړون پر سر خبرې اترې کوي چې په هغې کې د ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د نقش سربیره د ځواکونو شمیر هم شامل دی. په دغه تړون کې یوه تر ټولو مهمه موضوع د امریکایي ځواکونو له پاره مصؤنیت دی، که چیرې هغوی له افغاني قوانینو څخه په سرغړونه تورن شي.

کرزي تیره اونۍ ویلي وو چې هغه به د امریکایي ځواکونو د مصؤنیت د موضوع په اړه غور وکړي، خو که چیرې د افغانستان د خپلواکمنۍ په اړه د ده د غوښتنو احترام وشي.

په دغه غوښتنو کې افغان دولت ته د ټولو بندیانو سپارل، په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر کنترول لاندې د ټولو زندانونو بندول، د هوایي قلمرو کنترول افغانانو ته سپارل او پر کلیو باندې د پوځي عملیاتو درول شامل دي.

په اوسنې وخت کې په افغانستان کې د ناټو د ۳۰ زره سرتیرو تر څنگ د متحده ایالاتو شاوخوا ۶۵ زره سرتیري میشت دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پنېتا له افغان امنیتي ځواکونو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د خپل بشپړ ملي حاکمیت او د استقلال په ساتلو کې په سم لوري پر مخ روان دی. هغه وویل:

«په داسې حال کې چې مونږ دلته خبرې کوو، د افغانستان ملي اردو او پولیس د جگړې په لومړي خط کې دي. هغوی هره ورځ د خپل هیواد د وگړو له پاره جنگیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

په عین وخت کې د کندهار ولایت د والي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پنجشنبې د ورځې «د ۲۰۱۲م کال د دسمبر ۱۳مه» په ځانمرگي برید کې چې د کندهار په هوایي ډگر تر سر شوی وو، په کې یو تن امریکایي سرتیری او دوه ملکي افغانان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې په دغه برید کې ۱۸ ملکي وگړي او درې تنه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.

تر دې د مخه په کندهار کې د یوه پوځي روغتون چارواکي ویلي وو چې روغتون ته د څلورو تنو جسدونه وروړل شوي دي.

/dpa سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم