1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: که طالبان بيا قدرت ته ورسېدل د امريکا امنيت به کمزوری سي

۱۳۸۹ فروردین ۹, دوشنبه

د امریکا د متحده ايالاتو جمهورريس بارک اوباماله کابل څخه ديوي لنډي اوناڅاپه کتني په وخت کي د افغانستان دسولي لپاره خپل اهداف بيان کړل...

https://p.dw.com/p/Mgby
د امریکا جمهورريس بارک اوباما
د امریکا جمهورريس بارک اوباماانځور: AP

اوباما له حامد کرزي سره په کابل کي دکتني پر وخت له نوموړي څخه غوښتنه وکړه، چي له رشوت اواداري فساد سره مبارزه وکړي، او د ملکي بیارغوني غم وخوري .

اوباما ويلي دي، چي د امریکا متحده ايالات او د هغه ملګري به د طالبانو مخه ونيسي، او پري به نږدي، چي افغانستان بيرته د ترور د شبکي القاعدې پټن ځای سي.

اوباما د افغان پوځي پرمختګونو ستاينه وکړه ا و زياته يې کړه چي همداسي پرمختګونه به په ملکي چارو کي هم ډير ژر ووينو.

داخبره اوباماد بګرام په هوايي اډه کي دامريکايي عسکرو په مخکي کړې ده. او باما د خپلو عسکرو څخه د ليند پرمهال د افغانستان د امنيت لپاره د هغوی د قربانيو د ستاينه وکړه. ده زياته کړې ده، چي که فرضا طالبان بيا قدرت ته ورسيږي، د امريکا دمتحده ايالاتو امنيت به کمزوری سي.

ولسمشر حامد کرزي له اوباما سره د خبرو پر مهال د هغه هيواد د مرستو څخه يادونه او مننه وکړه. سپیني ماڼۍ ويلي دي چي ښاغلی کرزی به هم په راتلونکو دوومياشتو کي له واشنګټن څخه ليدنه وکړي.

د هغه وخت راهيسي بارک اوباما د امریکا د متحده ايالاتو د جمهوري رياست مقام ته رسېدلی دا دده افغانستان ته لومړی سفروو.

AG/ زيارمل

کتونکی. زيارمل