1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: که مو رايه را نه کړه پاليسي مو ناکامه ده

۱۳۸۹ آبان ۹, یکشنبه

د رارواني سه شنبې په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرس لپاره ټاکني کيږي. په دغو ټاکنو کي ولسمشر بارک اوباما له سختو ننګونو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/Pux8
او باما او دهغه مېرمن ميشيل اوباما
او باما او دهغه مېرمن ميشيل اوباماانځور: AP

اوباما خبرداری ورکړی، که چيري جمهوريت غوښتونکي په دې ټاکنو کي لاس بري سي، ښايي د هغه کړنلاري او سياست ته سخت تاوان ورسوي.

هغه پر خپلو وطنوالو غږ کړی چي په خپلو راييو سره د متحده ايالاتو ديموکراسي وژغوري.

نظر پوښتني ښيي چي د ولسمشر ګوند ښايي ددې ټاکنو په نتيجه کي د استازو پر مجلس باندي خپل کنترول د لاسه ورکړي او په سنا کي کمزوری سي.

د انتخاباتي مبارزو په لړي کي اوباما په فيلادلفيا کي خپلو پلويانو ته په وينا کي وويل:«لاس ته راغلي برياليتوبونه ښايي پر شا وتمبول سي مګر دا چي ستاسو هر يو، ستاسو ملګري او ستاسو د کورنۍ غړي د سه شنبې په ورځ په ټاکنو کي برخه واخلي.»

ولسمشر او د هغه ديموکراټ ګوند د متحده ايالاتو د ناخوال اقتصادي وضعيت او بې کارانو د شمېر د زياتيدو له امله په ټاکنو کي د راييو له کموالي سره مخامخ دی.

جمهوريت غوښتونکو د اوباما ټولنيز او اقتصادي پلانونه، د هغوی په جمله کي د هغه د روغتيايي خدمات پلان، تر حملو لاندي نيولی او د زياتو راييو د تر لاسه کولو هيلي لري.

د اوباما د سياست پر ضد په متحده ايالاتو کي يوې ښيي اړخي ډلي چي Tee Partyپه نامه ياديږي، يو لړ تند شعارونه پورته کړي دي.

دغي ډلي په خپلو وروستيو غونډو کي پر اوباما باندي تور لګولی چي له خپل سياست سره متحده ايالاتو د نابودۍ په لور ټيلوهي او نوموړی يې آن له « هيتلر» سره پرتله کړی دی او يا هم پري تور لګوي چي ګواکي «مسلمان» دی.

د اوباما په پلوي او د تي پارتي پر ضد د متحده ايالاتو دوو مشهورو تلويزوني کميدينانو ،John Stewert او Stephen Colbert پرون په واشنګتن کي په لس ګونو زره خلک راتول کړی ول.

د غونډي برخه والو چي ډيری يي له سياست څخه ناهيلي سوي دي، د کانګرس د سه شنبې د ورځي ټاکنو ته په اشارې سره دا شعار پورته کړي ؤ:« پوهي او عقل ته رايه ورکړه! يا په خپل کور کي کرار استراحت وکړه.»

څاورنکي وايي چي جمهور ريس اوباما د کانکرس لپاره هغسي انتخاباتي مبارزه ونه کړه چي د خپل جمهوري رياست لپاره يې په لاره اچولې وه.

باالمقابل جمهوريت غوښتونکي توانيدلي چي ددې ټاکنو لپاره خپل پلويان وهڅوي تر څو د سه شنبې د ورځي په ټاکنو کي په پراخه کچه ګډون وکړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل