1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما کوښښ کوي اسراييل آرام کړي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۴, دوشنبه

بارک اوباما اسراییلو ته ډاډ ورکړی دی چې له ایران سره اټومي تړون به د واشګټن او بيت المقدس د حکومتونو مناسبات تر پوښتني لاندې را نه ولي. د اسراییلو لومړي وزیر دغه تړون یوه«تاریخي تیروتنه» بللې.

https://p.dw.com/p/1ANSy
انځور: Reuters

بارک اوباما د ایران او ۵+۱ هيوادونو تر منځ د يوه موقتي تړون تر لاسلیک کیدو وروسته د یکشنبې په ورځ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تلیفوني خبري وکړې.

د آلمان خبري آژانس «dpa» په حواله سپيني ماڼۍ د دغو تلیفوني خبرو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده. د دغې اعلاميې پر بنسټ اوباما پر دې خبري باندي ټینګار کړی دی چې امریکا به له اسراییلو سره خپلې اړیکې ټینګ وساتي.

اوباما دا منلې ده چې اسراییل حق لري د ایران پر ارادو شک وکړي. د سپينې ماڼې د اعلاميي پر بنسټ اوباما تایید کړه ده چې یوې هر اړخیزي حل لارې ته د رسیدو په موخه دې ته لیوال دی چې له اسراییلو سره بیړنۍ مشورتي خبري اتري پيل کړي.

له نړیوالو قوتونو سره د تړون پر اساس ایران به خپل د یورانیمو د غني کولو اندازه تر پنځو فیصدو نه لوړوي او په بدل کې به يي د نړیوالي ټولني له خوا پر دغه هیواد لګول شوي اقتصادي بندیزونه لري کړل شي. اټکل کیږي چې په دې کار سره به ایران اووه ميليارده ډالره ګټه ترلاسه کړي.

د دغه تړون تر لاسلیک کیدو سمدستې وروسته په نړیوالو اقتصادي بازارونو کې اغیز څرګند شو. په نړیوالو بازارونو کې د اومو تیلو«نفتو» بیه په یوه بیلر کې دوه ډالره را کښته شوه. د دې ترڅنګ په جاپان او استرالیا کې د اسهامو په بازار کي چټکتیا رامنځ ته شوه.

که له یوې خوا اسراییلو پر دغه تړون نیوکه وکړه، له بلې خوا د نړۍ د ډیرو هيوادونو مشرانو د دغه تړون ستاینه او هرکلی کړی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ويسترویله ویلي دي: «موږ باید په خپلو منځو کي د باور فضا د رامنځه کولو له پاره کار وکړو.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې دغه تړون باید په داسې شکل سره عملي شې چې شفاف او د باور وړ وي. د یادونې وړ ده چې آلمان د«۵+۱» ډلي هيوادونو غړی دی. پر آلمان سربیره په دغه ډله کي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړيو هیوادونه امریکا، فرانسه، بریتانيا، روسیه او چین شامل دي.

ایران له یو جمع پنځه هیوادونو سره دغه تړون لاسلیک کړی دی. بریتانيا او فرانسه غواړي چې په عمل کې د دغه تړون بریالیتوب وویني. روسيي هم د دغه تړون هرکلی کړی دی.

چین ویلې دي چې د دغه تړون لاسلیک کیدل به نه یوازي دا چې په نړیواله کچه د اټومي پروګرامونو د مخنوي په برخه کې مرسته وکړي، بلکي دا به په منځني ختیځ کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې هم اغېزمن واقع شي.