1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: کيدای سي د افغانستان په هکله په نوې ستراتيژي کي بدلونونه راسي

۱۳۸۸ آذر ۲۳, دوشنبه

طبعاً دا به په هغه صورت کي وي، چي د طرحه سوي ستراتيژي څخه هغه څه لاس ته رانه سي، چي بايد لاس ته راغلي وای...

https://p.dw.com/p/L1rI
د امريکا جمهورريس بارک اوباما
د امريکا جمهورريس بارک اوباماانځور: AP

دغه خبره د امریکاد متحده ایالاتو نو ددولت مشر پرون دCBS د تلويزیون سره په یوه مرکه کي کړې ده. دډسمبر د میاشتي په لومړۍ نېټه اوباما د افغانستان په هکله خپله نوې ستراتيژي اعلام کړې او ويلي يې دي،چي دی به افغانستان ته 30000 نور امریکايي عسکر هم واستوي.

خواوباما پخپله دغه مرکه کي داهم وايي، چي دده دغه پريکړه تر ټولو زیاته یوه احساساتي پرېکړه ګڼل کیږي، او که چيري ددغي پریکړي څخه هغه څه چي تمه يي کیږي، ترلاسه نه سي، نو موږ بايد پرخپلي دغه نوې تګلاري باندي نوی نظر وکړو او د افغانستان په هکله په نوي ستراتيژي کي بيا هم بدلون راسي. اوباما پخپله مرکه کي وايي، چي د راتلونکي کال تر پایه پوري به څرګندیږي، چي آيا په افغانستان کي د پوځي ځواکونو پر زیاتېدو سره طالبان په دغه هیواد کي پر شا تنبول سوي او که څنګه.

«کله چي ما د افغانستان په هکله خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه، نو دا زما دکار د زمانې تر ټولو احسساتي وینا ول،چي ما کړې. ما خپله دغه وينا د وست پاينت په پوځي اکاډمي کي کړي، او په همدې وخت کي زما سترګو ته هغه افراد ولاړ ول، چي د دوی يو شمېر به په نژدې راتلونکي کي افغانستان ته ځي او ددې امکان هم شته چي یو شمېر يې بيرته رانه سي.»

اوباما د امريکا دمتحده ایالاتو د جمهورريس په توګه دخپل کار دپيل څخه دوې مياشتي وروسته په افغانستان کي د امریکايي عسکرو شمېر دوه چنده کړی او دده دنوي ستراتيژي له مخه به په افغانستان کي د امریکايي عسکرو په شمېر کي په سلو کي پنځوس زياتوالی راځي اوشمېر به يې 100000 ته ورسیږي.

خو د افغانستان لپاره د اوباما نوې ستراتيژي یو بل اړخ هم لري او هغه داده چي د افغانستان څخه به سر د2011 ميلادي کال د جولای د مياشتي څخه د امریکايي عسکرو په وتلو پيل وسي.

په دې هکله اوباما پخپله مرکه کي وايي، چي« موږ به په دغه نېټه دځواکونو په ايستلو پيل وکړو » خو داچي څومره عسکر به تر کومي مودې پوري له افغانستان څخه بيرته وزي،بيا هم په شرا يطو پوري اړه لري. تر ټولو مهمه خبره د عسکرو د بيرته ايستلو لپاره دیوې نيټې ټاکل دي.

AP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل