1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوربان: هغوی زموږ د ښځو او انجونو ښکار کوي

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د هنګري هيواد لومړي وزير ويکتور اوربان ويلي چي مهاجر د ځان سره اروپا ته «جنايتونه او ترهګري» راوړي. هغه پر آلمان هم سختي نيوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IDSW
انځور: Reuters

د هنګري هيواد لومړي وزير ويکتور اوربان د اروپايي اتحاديې د سرمشريزي څخه تر مخه د آلمان پر پلانونو سخته نيوکه کړې ده. نوموړي د مهاجرو د بحران د ختمولو له پاره پر دغو پلانونو بېله د آلمان د نوم اخيستلو سخت تنقيد کړی دی.

ويکتور اوربان د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۵مه نېټه) په بوداپست کي د خپل هيواد د ملي ورځي د وينا پر وخت څرګندونې وکړې. اوربان وويل چي « د اروپا د تباهۍ» و پلانونو ته به اجازه ورنه کړله سي. اوربان زياته کړه چي د «د بشر د حقونو و وروستو، خوسا او نه سمېدونکو مباريزينو» ته به د لار توصيو کولو اجازه نه ورکړي.

اوربان په خپله دغه وينا کي وويل چي مهاجر د ځان سره اروپا ته «جنايتونه او ترهګري راوړي». د هنګري د دولتي خبري آژانس MTI د راپور پر اساس اوربان ويلي چي «که موږ د ولسونو هجرت بندول غواړو، نو بايد چي بروکسل له خپل عمل څخه راوګرځوو.»

د اوربان په خپله وينا کي د آلمان په کولون ښار کي د نوي کال په شپه د ښځو ډليزه جنسي زهيرونو ته د اشارې په توګه ويليٍ، چي اصلي مقصد دا دی، چي « موږ د هغو ډلو مخه ونيسو چي زموږ د ښځو او انجونو ښکار کوي.» نوموړي په خپله وينا کي تور لګولی چي له منځني ختيځ څخه راتلونکي مهاجر د خپل ځان سره «سوځوونکی د يهوديانو ضديت» راوړي.

ويکتور اوربان چي د هنګري د ملتپال محافظه پال ګوند سياستوال دی، په ملي موزيم کي يې د وينا پر وخت يو ځل بيا د مهاجرو د راتګ پر ضد خپل دريځ څرګند کړ. د نوموړي د وينا پر وخت د دغه موزيم څخه دباندي يو شمېر کسان راټول سوي ول چي د هغه پر ضد احتجاج وکړي. د اوربان د وينا اورېدونکو او پلويانو تر منځ يو شمېر د پولنډ هيواد اتباع هم راغلي ول چي د مهاجرو په تړاو د هغه د سياست ملاتړ کوي.