1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اور په زندان کې په سوونو کسان ووژل شول

۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبه

د هاندوراس په هیواد کې په یوه زندان کې د اور د لګیدو له کبله په سوونو زندانیان وژل شوي دي. لا تر اوسه پورې د اور د لګیدلو اصلي لامل معلوم نه دئ.

https://p.dw.com/p/143kG
انځور: picture-alliance/dpa

د هاندوراس په هیواد کې د چهار شنبې په ورځ له۲۷۰ څخه ډیر زندانیان ووژل شول. دغه کسان له هغه وروسته ووژل شول چې په زندان کې ئې اور ولګید.
د هاندوراس د زندانونو مشر دنیلو اورلانا، وویل چې اور د سه شنبې په شپه د کومایګوا په ښار کې ولګید. دا ښار د هاندوراس له پلازمینې څخه ۱۴۰ کیلومتره لیرې پروت دﺉ. په هغه زندان کې چې اور لګیدلی دﺉ ۸۰۰ زندانیان ساتل کیدل.

د هاندوراس چارواکو ويلي دي چي د اور په وخت کي کیدای شي ډیر شمیر زندانیان په تیښته هم بریالي شوي وي.
د هاندوراس چارواکو ويلي دي چي د اور په وخت کي کیدای شي ډیر شمیر زندانیان په تیښته هم بریالي شوي وي.

د کومایګوا د ښار چارواکو ویلي دي چې شاوخوا ۱۰۰ زندانیان د اور له امله يا خو د مرګ تر سرحد پورې سوځیدلي ول او یا خو هم د کافي اکسیجن د نه رسیدو له امله ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د دغو چارواکو په حواله ډیر شمیر زندنیان هغه وخت ووژل شول چې هغه ساتونکی چې د هغوی د زندانونو کلي ئې له ځان سره درلودله لا درکه شو.

چارواکي لا اوس هم د اور د لگیدلو د لامل په لټه کې دي. دوی وایي چې اور کیدای شي د زندانیانو او یا هم د برق د شارتۍ له کبله بل شوی وي.

چارواکو ویلي دي چي ښایي د اور په وخت کې ډیر شمیر زندانیان په تیښته هم بریالي شوي وي.

مسعود جهش (رویترز، د آلمان خبري آژانس، اسوښیتد پرس)
کتونکی: مسعود جهش