1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوسلو: د ۷۷ کسانو د تورن قاتل محاکمه پیل شوه

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه

د اندرس بیهرنگ بریویک محاکمه د دوشنبې په ورځ په اوسلو کې پیل شوه. هغه د ۷۷ کسانو په وژلو تورن دئ. د برویک په محکمې کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا هغه رواني ناروغ دئ او که نه؟

https://p.dw.com/p/14eTv
انځور: Reuters

۳۳ کلن نارویجي بریویک منلې ده چې په اسلو کې ئې دولتي ودانیو ته نزدې جاودنه کړې ده او تر هغه وروسته ئې د یوه گوند د ځوانانو پر کمپ برید کړی دئ خو هغه په محکمه کې خپل ځان بې گناه گڼلې دئ او ویلي ئې دي چې دا کار ئې له خپل ځان څخه د دفاع کولو په موخه تر سره کړی دئ.

هغه ویلي دي: «زه د دغو عملونو تر سره کول منم خو ځان بې گناه بولم او باور لرم چې دا کارونه مې له خپل ځان څخه د دفاع کولو په موخه تر سره کړي دي.»

بریویک تر هغه وروسته په محکمه کې دغه خبرې وکړي چې پر هغه لگول شوي تورونه ولوستل شول او د هغو ۷۷ کسانو چې د ده لخوا په ترسره شوو بریدونو کې وژل شوي په اړه هم معلومات ورکړل شول. په محکمه کې همداراز د پېښو د ۴۰ تنو ټپیانو په اړه هم خبرې وشوې.

کله چې بریویک محکمې ته راوستل شو د هغه له لاسونو څخه اولچکونه راخلاص کړل شول. هغه تر دې وروسته وویل: «زه د ناروې محکمې په رسمیت نه پیژنم ځکه چې هغوی د ناروې د حزبونو تر تأثیر لاندې دي چې په ناروې کې د څو کلتوري ټولنې ملاتړ کوي.»


بریویک تیر کال د جولای په میاشت کې په اوسلو کې د ۷۷ کسانو په وژلو تورن دئ. داسې اندیښنې هم موجودې دي چې کیدای شي هغه خپلې د مسلمانانو ضد عقیدې په محکمې کې څرگندې کړي.

بریویک د «لیبور» یا کارگرانو د گوند د ځوانانو پر کمپ برید کړی وو چې په پایله کې ئې ۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه همداراز په اسلو کې یوه چاودنه وکړه چې دغې پېښې هم ډیره مرگ ژوبله رامنځ ته کړه.

بریویک ویلي دي چې د دغو بریدونو تر سره کول ځکه ضروري ول چې د دې مخه ونیسي چې مسلمانان د ناروي کنترول ترلاسه کړي.

د اندرس بیهرنگ بریویک د روانې وضعیت په اړه پوښتنې

د اندرس بیهرنگ بریویک د رواني وضعیت په اړه لا تر اوسه پورې یو نظر نه دئ رامنځ ته شوی. یوه ډاکټر ویلي دي چې هغه رواني ناروغ دئ خو یوه بل ډاکټر بیا دغه نظر رد کړی دئ او ادعا ئې کړې ده چې د بریویک د رواني وضعیت د خرابوالې کوم ثبوت ئې نه دئ موندلای.

که ثابته شي چې اندرس بیهرنگ بریویک رواني ناروغ نه دئ نو کیدای شي چې هغه ته د ۲۱ کاله او یا هم د یوې نا معلومې مودې له پاره د بند سزا ورکړل شي. خو کې ثابته شې چې هغه رواني ناروغه دئ نو په دې صورت کې به هغه په یوه روانې سازمان کې وساتل شي.

دغې قضیې په اروپا او نړۍ کې ځان ته ډیر پام راجلب کړی دئ. اوس مهال په سوونو خبریالان د ناروې مرکز اوسلو، ته راغلي دي چې د دې قضیې په اړه رپوټونه ورکړي.

رویترز، فرانس پرس، اسوشیتد پرس/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل