1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اوس امنيتي وضعيت ښه کيږي»

حسين سيرت/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۳ شهریور ۳۱, دوشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دواړو کانديدانو تر منځ د موافقتنامې تر لاسلیک وروسته په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو او جنایې پيښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/1DH2P
انځور: Mirwais Jalalzai

د افغانستان د کورنیو چارو په وزرات کې چارواکي وايي چې د ټاکنیز بن بست په پای ته رسیدلو سره به په هیواد کې امنیتي وضعیت ښه شي. د دوی په خبره په دې وروستیو میاشتو کې د نا امنیو د زیاتیدو اصلي لامل د سیاسي وضعیت نامعلومه راتلونکې وه.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو د روان کال په دوبي کې د افغانستان په څو ولایتونو کې تهاجمي بریدونه تر سره کړل .افغان امنیتي چارواکو ویلي دي چې طالبانو غوښتل د افغانستان له نا معلوم سیاسي وضعیت څخه په استفادې سره پر داخلي امنیتي ځواکونو فشار راولي او دا ثابته کې چې افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ پرته کولای نه شي چې له افغانستان څخه دفاع وکړي.

په دې ورستیو کې د فاریاب، کندز،هلمند، غور او غزني ولایتونه د طالبانو د سختو بریدونو شاهدان ول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل:

«طالبان په خپلو هغو موخو کې پاته راغلل چې د دوبي له پاره يي ځانته ټاکلي ول. ټاکنو د افغانستان پر امنیتي وضعیت ناوړه اغیزه درلوده، خو له نیکه مرغه بن بست پای ته رسیدلی او تاسې به په مجموع کې د امنیت د بهبود شاهدان اوسئ.»

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دواړو کانديدانو له خوا د تړون تر لاسلیک وروسته ترورستي بریدونه او د جنگي جرمنونو کچه راکښته شوې ده.

د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د جنگي جرمونو پر وړاندي د مبارزې ریئس سید عبدالغفار سیدزاده د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل:

«د تیري ورځي د سهار له ۷ بجو څخه تر نن سهار ۷ بجو پوري موږ د ټول افغانستان څخه رپوټونه را ټول کړل، د جرایمو گراف راکښته شوی دی او د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې هیڅ جرمي پيښه نه ده رامنځ ته شوي.»

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي دي چې بې روزگاري او سیاسي نامعلوم وضعیت په تیرو دوو میاشتو کې د طالبانو بریدونه ډیر کړي دي. سیدزاده وویل چې په یوه شپه او ورځ کې د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې هیڅ کومه ترورستي پيښه رامنځ ته شوې نه ده. نوموړي وویل په دې اندازې سره کموالي د انتظار خلاف کار دی.

د لوړی مراسم له پاره امادگي

د کورنیو چارو وزارت د لوړی د مراسمو د امنیت د ټینگښت ډاډ ورکړ. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې وویل چې له څو ورځو راهیسې په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوې دي او دغه تدابیر به د لوړي تر مراسمو پوري دوام ولري:

«د افغانستان پولیس ځواکونه د هر ډول پروگرام او مراسمو د امنیت ټینگښت مسئولیت لري. موږ تیار یو او د تدابیرو د نیولو په برخه کې هیڅ ډول اندېښنه نه لرو.»

د دواړو ټاکنیزو ټیمونو کانديدانو ویلي دي چې په ډیر احتمال سره به د راتلونکي دوشنې په ورځ د لوړي مراسم ترسره شي. ټاکل شوې ده هغه کمېسیون چې د لوړي مراسمو له پاره گومارل شوې دی د نورو هیوادونو ولسمشرانو ته بلنلیکونه واستوي.

تمه کیږي چې افغانستان به د قدرت د انتقال مراسم په ډیر شانداره ډول ونیسي. ټاکنیزو ټیمونو هم ټینگار کړی دی چې د لوړی مراسم باید په ډیر ښه شان سره ترسره شي.