1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"اوس مي خپله مورنۍ ژبه زده کړه"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

«اوس پخپله مورنۍ ژبه ليكل او لوستل کولای شم، په ښوونځی کي په مورنۍ ژبي د زده كړو نشتوالي له خپلي ژبي ليري كړې وم، خو له هغه وخت راهيسي چي له بلخ مېرمن بهير سره يو ځاى شوم؛ نو خپله ژبه مي بېرته پيدا كړه.»

https://p.dw.com/p/14mgB
انځور: DW

د مزارشريف اوسېدونكې ليلا ساپۍ وايي، چې له تېر يو كال راهيسي په دغه ښار كې د نجونو د ادبي دېرې (بلخ مېرمن كلتوري او ټولنيز بهير) غړې ده.

بلخ مېرمن كلتوري او ټولنيز بهير له تېرو څلورو كلونو راهيسي په بلخ ولايت كي د نجونو تر منځ د پښتو ژبي د ودي او پراخيتا له پاره كار كوي، چې په دغه ولايت كې د پښتو ژبي د ودي او بډايني د يوازېني مركز(بلخ ادبي خوځښت) له څانګو څخه دئ.

ليلا وويل، چي له تېر كال راهيسي له دغه بهير سره ملګرې شوې ده او د هري پنچشبنې په ورځ يې په ادبي ناسته كې برخه اخلي.

نوموړي زياته كړه، چې كه څه هم له اره پښتنه ده، خو د ښوونځي په دوره كې ورته په مورنۍ ژبه د زده كړو اسانتيا نه وه برابره، چې له همدې امله په ليک او لوست کي له خپلي مورنۍ ژبي څخه ليري پاته سوې وه.

ليلا، چې په روانه پښتو يې خبري كولې، وويل: «ژبه مي تر ډېره له خپلي مورنۍ ژبي اوښتې وه او همدې اوښتون به ډېره زورولم؛ خو نن خوشاله يم، له مېرمن بهير څخه مننه كوم چې خپله وركه ژبه يې بېرته راكړه.»

نوموړې زياته كړه، چي يو وخت يې په خپله ژبه سمي خبري نه شوای كولای؛ خو اوس خوشاله ده، چې په خپله ژبه لنډي كيسې ليكي.

د هغې په وينا لومړۍ لنډه كيسه يې د خپل ژوند پرهمدې اړخ ليكلې ده، چې څه ډول يې د مېرمن بهير له لاري بېرته له خپلي ژبي سره رشته جوړه شوه.

د بلخ مېرمن بهير استازې سانيا ساپۍ وويل، چې هره اوونۍ د ښار له بېلا بېلو واټونو څخه په لسونو پښتنې مېرمني د دغه بهير په اونيزو غونډو كي ونډه اخلي.

نوموړي زياته كړه، د دوى غونډي درې برخي لري، چې يوه ئې كره كتني ته ځانګړې شوې ده، په دوهمه كې يې ازاده مشاعره كېږي او په دريمه برخه كې ئې د پښتو ليكلو په اړه يو لوست وي.

د هغې په قول دوى خوشاله دي، چې د خپلي ژبې د بډايني له پاره ورته په خپله سيمه كې زمېنه برابره شوې ده.

ساينا وويل، چې دغه بهير په بلخ ولايت كې د بلخ ادبي خوځښت تر چترلاندي د مېرمنو په برخه كې د پښتو ژبي د ودي او پاللو له پاره كار كوي.

د بلخ ادبي خوځښت د مشريزي ډلي غړي ذبيح الله احساس وويل، چې په دغه ولايت كې له تېرو اته كلونو راهيسي د دري ژبي تر څنګ د پښتو ژبي د بډايني له پاره هڅي رواني دي.

نوموړي زياته كړه، چې څلور كاله مخكي د دغه ولايت يو شمېر پښتو ادبي بهيرونه سره يو ځاى شول او د بلخ ادبي خوځښت بنسټ يې كښېښود.

د هغه په قول دغه خوځښت د مېرمن بهير پرته د ځوانانو د روزني په برخه كې د مومند بابا ادام البلاد په نامه دوه بهيرونه او د پرخي، پسرلى او پل په نامه درې خپروني لري.

ايلم خان بلخي/ بلخ
کتونکی: نجيب الله زیارمل