1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوس هم په نړۍ کي 27 ميليونه انسانان غلامان دي

۱۳۸۸ خرداد ۴, دوشنبه

په اقتصادي توګه وروسته پاته هيوادونو کي چي ورته دريمه نړۍ هم ويل کيږي ډېر داسي انسانان سته چي د غلام ساتونکو منګولو ته ډېر نژدې وي

https://p.dw.com/p/Hx7z
د هندوستان په پنجاب کي يو تن غلام
د هندوستان په پنجاب کي يو تن غلامانځور: picture-alliance/dpa

هغه انسانان چي د مجبورۍ پر اساس د ډوډۍ او يا هم د ډېرو کمو پيسو لپاره کار کولو ته اړ وي او په يو ډول د انساني کاچاکبرانو محتاجه سي، نو چانسونه يې ډېر زيات وي چي د غلامۍ داسي ځنځيرونه يې پښو ته ولويږي چي په سترګو نه ليدل کيږي. په دغو وروسته پاتې هيوادونو کي دغسي مجبوره انسانان ډېر زيات دي. په امريکا کي د غلامان آزاد کړی په نوم د يوې ټولنې مشر کېوين بالس وايي چي همدا وجه ده چي اوس د ده په وينا د نوي پېر د غلامانو قيمتونه ډېر راټيټ سوي دي.

په نړۍ واله توګه اوه ويشت مليونه انسانان د غلامۍ ژوند کوي. دغه هغه انسانان دي چي د يو بل چا لخوا کنټرول کيږي او يا د مجريمينو لپاره کار کولو ته اړوي او په خپله خوښه ځای نسي پرېښودلای.

د کيوين بالس ټولنه غواړي چي په يويشتمه پېړۍ کي هغه انسانان آزاد کړل سي چي د بالس د غلامۍ د تعريف له مخي غلامان دي. خو حقيقت دادی چي ددغه ډول احتجياجو انسانانو شمېر په نړۍ واله توګه مخ په زياتېدو دی. ښاغلی بالس وايي چي يو نيم سوه کاله تر مخه د امريکا په کښتونو کي کار کوونکي يوه غلام قيمت تقريبا دومره و لکه نن چي څلويښت زره ډالره ارزښت لري. خو نن سبا د يوه ځوان او په صحت روغ غلام قيمت اوسطا نوي ډالره دی. پدې هکله بالس وايي:

نن سبا څوک غلامان د استعمال وروسته داسي ليري غورځوالای سي لکه پلاسټيکي د کافې پياله. دغه پيالې رانيول کيږي، کار ترې اخيستل کيږي او وروسته د مړوړلو وروسته په ستل کي غورځول کيږي ولي چي قيمت يې ډېر ټيټ دی.

د برازيل يو تن اوسيدونکی د خپل 9 کلن زوی سره د غلامۍ پرمهال
د برازيل يو تن اوسيدونکی د خپل 9 کلن زوی سره د غلامۍ پرمهالانځور: AP

داچي د انسانانو قيمت دومره ټيټ دی چي د بعضو محتاجو انسانان پر خپلو وړتياو او خپل ځان باور دلاسه ورکوي. زياتره وخت د ظلم سره مخامخ انسانان پدې خبر نه وي چي ددوی څخه ناوړه ګټه اخيستل کيږي او داچي پر دوی ظلم کيږي.

د نوي پېر غلامي ډېرې بڼي لري. پدغو بڼو کي د انساني اعضاو کاروبار، د ماشومانو رانيول او خرڅول او په زوره بدلمنۍ ته هڅونه هم شامله ده. همدا وجه ده چي د نوي پېر د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره پر يوه ډګر کار بسيا نه کوي بلکه پر بېلا بيلو سطحو بايد دغلامۍ پر ضد کار وسي.

د ښاغلي بالس د غلامۍ د تعريف له مخي په المان کي هم د دېرشو زرو او څلويښتو زرو په شاوخوا کي غلامان سته. داچي تر اوسه لا د بالس د اټکل له مخي اوه ويشت مليونه انسانان د غلامانو ژوند تيروي يو ډېر جګ شمېر دی. خو که د نړۍ د نفوس شمېر ته وکتل سي نو د پخواني ټولو وختونو په پرتله اوس غلامان کم دي او د نړۍ وال اقتصاد لپاره د هغوی اهميت هم تر پخوا ډېر ټييټ دی. کارپوهان وايي چي همدغه ښه چانس دی چي په نړۍ کي د غلامۍ د پاتې ستونزې پر ضد کار پيل سي او غلامۍ ريښي د هميښه لپاره وباسي.

Funke-Kaiser/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی. زيارمل