1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"اوغایتا"، د فرهاد دریا د یوه نوي هنري فصل پېل

پروانه عليزاده / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ اسفند ۵, دوشنبه

د افغانستان پيژندل شوي سندرغاړي فرهاد دریا وروسته د دوو کلونو له ځنډ څخه په ډکو منگلو د موسقۍ ډگر ته راغی. د "اوغایتا"، په نامه د فرهاد دریا په تر ټولو نوې سندره کې د هغه له نورو آثارو په پرتله ښکاره توپير لیدل کیږي.

https://p.dw.com/p/1BEJe
انځور: Darya Management

"اوغایتا"، د فرهاد دریا هغه اثر دی چې ځوان نسل ته د تیرو وختونو یادونه کوي. هغه نږدې ماضي چې په هغه کې سوله، کراري او د یو بل قبلول وو. د "اوغایتا"، په سندره کې دریا تیر وختونه په موسیقۍ کې انځور کړي دي، خو د تیرو وختونو او روانو حالاتو نتیجه گیري او پرتله کول يې اوریدونکو او لیدونکو ته پرییښې ده.

که څه هم هغه د اوس وخت په هکله څه نه وايي خو د موسیقۍ په ژبه ځوان نسل خپل راتلونکي ته هیله من کوي. ټاکل شوې ده چې فرهاد دریا به د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د آلمان د هامبورگ، ایسن، مونشن او د فرانکفورت په ښارونو کې څلور کنسرتونه ورکړي. زمونږ همکارې پروانه علې زاده له فرهاد دریا سره د هغه د نوي سندرې تر خپرېدو وروسته یوه مرکه وکړه چي تاسو يې لاندي لوستلای شئ.

دویچه ویله: د دې سندرې له ثبتولو څخه ستاسې هدف او انگیزه څه وه؟

فرهاد دریا: غواړو په دې توگه نني نسل ته چې د پرون په هکله لږ پوهیږي او په زرگونو ستونزو سره لاس او گریوان دی، د فکر کولو زمینه برابره کړو. دغه نسلونه دې ته ضرورت لري چې په دې پوه شې چې نن یا « این غایتا» ته د رسیدولو له پاره يې کوم شیان له لاسه ورکړي دي او او کوم شیان يې ترلاسه کړي دي. دوی دې ته اړتیا لري تر څو فکر وکړي چې نن ته د رسیدلو په معامله کې يې گټه کړې او که تاوان. ترڅو په نتیجه کې نن ورځې پر لاسته راوړنو نور هم ډاډمن شي.

دویچه ویله: تاسې په خپل دغه سندره کې عامیانه اصطلاحات کارولي دي د بیلگې په توگه "اوغایتا"، دلیل يي څه دی؟

فرھاد دریا: د عامیانه کلیمو په کارولو سره مي غوښتل چې پټ شوی "فکر" د دغې سندرې په دویم او دریمو لایهو کې تر ټولو زیاتو اوریدونکو، لیدونکو او په پای کې د هغې درک کوونکو ته ورسوم. د دغې ژبې کارول د تکلف فضاء له منځه وړي، صمیمیت او سادگي زیاتوې او اوریدونکي ته دا موقع ورکوې تر څو فکر وکړي او د سندرې په نورو تالونو کې سفر وکړې او هر څه حس کړي.

دویچه ویله: په تیرو کلونو کې خو په افغانستان کې د جگړو له امله هم ډیرې ټولنیزې ستونزې رامنځته شوې دي، ولې تاسې په خپل دې سندره کې د افغانستان د تیرو وختونو ډیره ستاینه کړې ده؟

فرھاد دریا: په دې سندره کې په تیرو وختو کې د ناامیدۍ او حسرت د عنصر نه یادول زما هدف نه وو. زما د مړو او تیرو وختونو ستایل هم نه خوښيږي. همدارنگه په دغه سندره کې لکه څرنگه چې تاسې فکر وکړ، په پټو سترگو مې د تیرو وختونو ستاینه نه ده کړې، بلکې د هغه وخت خپلو تجربو ته مې د سندرې په یوه څنډه کې ځای ورکړی دی. ما د تیرو وختونو او د هغو وختونو د ژوند د مختلفو ساحو انځورونو ته لږ څه لویه نقشه وکړې ده. ما وغوښتل چې د هغه وخت د انځورونو د برخو په وړاندې کولو سره، قضاوت لیدونکو او اورېدونکو ته وسپارم چې تر څو په خپله دغه دواړه وختونه سره مقایسه کړي.

دویچه ویله: آیا کیدای شي چې د موسیقۍ او هنر لا لاري هم د افغانستان په اوسني وضعیت کې کوم مثبت بدلون رامنځته شي؟

Farhad Darya
انځور: Darya Management

فرھاد دریا: هر کار چې یو هنرمند يي ترسره کوي که هغه د وخت عیني او دقیقې پيژندنې او د وخت ضرورتونو پر اساس وي زه باور لرم چې ثاثیر کوي. بې له شکه د یو هنرمند رول لکه د یوه پوځي دستگاه د پرانیستونکي په څیر نه وې، خو کلتور او هنر په خپل ځای کې داسې یوه جبهه ده چې لږ اهمیت ورته ورکول کیږي. زه باور لرم که کار په دقت او په ښه ظرافت سره ترسره شي، نو د ژوند په بدلولو کې به رول ولوبوي.

دویچه ویله: تاسې په خپلو تیرو سندرو کې د بیارغونې، د یو بل منلو او هیلو یادونه کوله، خو په دې سندره کې مو د تیرو وختونو ارمان کړی دی، آیا د راتلونکي په هکله ستاسې هیلې او خوشبینۍ کمې شوې دي که څنگه؟

فرھاد دریا: ما په دې سندره کې د تیرو وختونو پسې آرمان نه دی کړی، بلکې د هغه وخت د ژوند ښکلې ساحې مې انځور کړي دي چې هر انسان حق لري یو شی يې خوښ شي. کله چې یو اورېدونکی سندره اوري په لومړي سر کې د تیرو وختونو په فکر کې لویږي او د هغو شیانو پسې افسوس کوې چې له لاسه يي تللې وي، او یا هم ورته نابلد وې چې په خپله يې نه وي تجربه کړي. وروسته له هغې هغه وخت له دې وخت سره پرتله کوي چې دقیقاً له دې سندرې څخه زما هدف هم همدا دی. زه پریږدم چې اوریدونکې پخپله قضاوت وکړي. ما ځانته د قضاوت کولو حق نه دی ورکړی.

دویچه ویله: د هغو خلکو په اند چې دغه سندره يې اورېدلې ده وايي چې ستاسې د نورو سندرو سره ډیر توپير په کښې لیدل کیږي، تاسې په خپله څه فکر کوئ؟

فرھاد دریا: ما د دوو کلونو تر ځنډ وروسته په یو توپير سره پیل وکړ. زما د ژوند هر یو فصل زما په کار کې مختلف رنگونه او جلوې نندارې ته وړاندې کوي او دا هم یو له هغو فصلونو څخه دی. ما په خپله دې سندره کې خپل یو نوی فصل پرانست په کوم کې چې به زما د هنر سره د عشق، او د هغې په چاپيریال کې به تاسي ته په ورځني ژوند مختلف اړخونه لکه درد، غم، سیاست، اقتصاد، چلند او د مهربانۍ په شان مختلف ښکاره کیږي.