1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند: بريتانيا دې د ماشوم مهاجرو په هکله خپل سهم ادا کړي

۱۳۹۵ آبان ۹, یکشنبه

ولسمشر فرانسوا اولاند له بريتانيا غوښتي چې د ۱۵۰۰ څخه زیاتو مهاجرو ماشومانو په برخه کې دې خپل سهم ادا کړي. دا هغه ماشومان دي چې د شاوخوا ۷۰۰۰ مهاجرو سره د فرانسې په ويجاړ شوي کمپ «ځنګل» کې اوسيدل.

https://p.dw.com/p/2Ru7M
Frankreich Calais Flüchtlinge Regenschirm Union Jack
انځور: Imago/Future Image

د فرانسي ولسمشر فرانسو اولاند، ويلي دي چې ده د بريتانيا له لمړۍ وزيرې، تريسا مي سره، بريتانيا ته د هغو مهاجرو ماشومانو د ليږد په هکله خبرې کړي چې د فرانسې په کاله کمپ کې بند پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې بريتانيا او د دغه هيواد اوسيدونکي د مهاجرت له مسئلې سره چندان جوړ ندي.

اولاند د شنبې په ورځ له بريتانيا څخه وغوښتل تر څو « خپل  سهم ادا کړي» او له ۱۵۰۰ څخه زيات بې سرپرسته ماشومان چې د کاله په تخليه شوي کمپ کې ګير پاتې دي، ومني.

د فرانسې ولسمشر ويلي دي، چې هغه د بريتانيا له صدراعظمې تريسامي سره په دې باب خبرې کړې تر څو ورته ډاډ ورکړي چې فرانسه به « دغه د کم عمر لرونکي مهاجر تر خپلو مرکزونو پورې ورسوي او خپل سهم به ادا کړي». خو هاخو په بريتانيا کې د «بريګزيت» د ټولپوښتنې او له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو په باب د رای ورکونې را پدېخوا، د دغه هيواد چارواکي هم په خپلو کورنيو چارو کې بوخت پاتې دي او مهاجرو ته چندان مخه نه ورکوي.د « شيندلر بريتانيا» په نوم یو بانکدار، چې په ۱۹۳۰ کال کې يې ژوند کاوه د چک په جمهوريت کې یې د يهودانو ماشومان، د نازيانو له منګولو څخه خلاص کړل، اوس د هغه لور هم له بريتانيا څخه غوښتي دي تر څو له اتلسو کلونو څخه د ښکته عمر لرونکو مهاجرو په اړه زيات اقدامات تر سره کړي. باربارا وينتون په يوه مقاله کې چې د « مهاجرو سره مرسته وکړې» په نوم ويب پاڼه کې خپره شوې ده، ويلي دي: « حتی هغه وخت چې ښار د بريتانيايي ماشومانو څخه تخليه کيده، د هغو مهاجرو ماشومانو لپاره به هستوګنځي پيدا کيدل کوم چې له ګواښ سره به مخ ول. اوس ۷۷ کاله وروسته، یو ځل بيا مهاجر ماشومان د بريتانيا د پخوانيو خلکو په شان له خلکو څخه د مهربانۍ او هرکلي هيلي لري».

د «ځنګل» کمپ بشپړه تخليه

فرانسوي چارواکو د شنبې په ورځ خپلو هڅو ته زور ورکړ تر څو په کاله کې د « ځنګل» په نوم د مهاجرو مشهور کمپ د تخليه کولو چارې پای ته ورسوي.  دغه کمپ د تيرې اوونۍ تر سه شنبې ورځ پورې، د ۶ زره او ۸ زره تر منځ شمير مهاجرو هستوګنځای وو. دغه مهاجر اکثره یې د افغانستان، سوډان او اريتريا هيوادنو څخه راغلي وو. د دغو مهاجرو خيمې او موقتي کوټې د تيرې اوونۍ په ورځو کې له منځه يوړل شوې. فرانسوي پوليس د احتمالي تاوتريخوالو د مخنيوي په موخه، د کمپ له دروازې څخه بهر ځای پرځای شوي وو.

فرانسوي چارواکو ويلي دي چې دوی تمه لري چې د کمپ د تخليه کولو بشپړ کار به د دوشنبې ورځ تر ماښامه پاي ته ورسيږي. د فرانسې ولسمشر اولاند، د دغه کار ستاينه کړې او ويلي دي چې هيواد یې نور دغه شان په خپل سر جوړ شوي کمپونه نه مني. د دویمې نړيوالې جګړې راپديخوا د مهاجرت د ستر بحران په بهیر کې، ۲۰۰۰ تازه وارد شويو مهاجرو د د پاريس ښار په شمال ختيځ کې په يوه ۷۰۰ متري ارت واټ کې خپلې خيمې ودرولې.

د فرانسې جمهور رئیس ويلي دي: « مونږ دغه کمپ سره هغه چلن چې کاله سره مو کړی وو، کوو». هغه د خپلو خبرو په اوږدو کې ډاډ ورکړ:« ما لپاره بيخي روښانه ده: هغه کسان چې حق لري د پناه غوښتنې درخواستونه دې وکړي، ښه دې راشي او د منلو مرکزونو ته به واستول شي؛ او هغه کسان چې نغواړي د پناه غوښتنۍ درخواستونه ورکړي هغو ته به د وتلو لار ښودل کيږي».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.02.2016):

Frankreich Theresa May und Francois Hollande in Paris
ستونزمنې اړيکې: ميرمن می او اولاند د کالې د بې سرپرسته مهاجرو ماشومانو پر سر اختلاف لري.انځور: Getty Images/AFP/S. de Sakutin