1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند: پر کلیسا برید کوونکو له داعش سره بعیت کړی وو

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۵, سه‌شنبه

د فرانسوي چارواکو په حواله، هغو دوو کسانو چې د سه شنبې په ورځ د دې هیواد په یوې کلیسا کې یو کشیش وواژه، له داعش ترهګرې ډلې سره بعیت کړی وو. دواړه برید کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1JVue
Frankreich Geiselnahme in Saint-Étienne-du-Rouvray
انځور: Getty Images/AFP/C. Triballeau

د فرانسې پولیسو ویلي دي چې په چړو سمبالو دوو کسانو د سه شنبې په ورځ لږ تر لږه پنځه کسان د فرانسې روان ښار ته نزدې په یوې کلیسا کې برمته کړي وو. امنیتي ځواکونو ژر غبرګون وښود او برمته نیوونکي یې ووژل.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویاند «فرانس انفو راډیو» ته ویلي دي چې د برمته نیول شویو کسانو له ډلې څخه یو تن یې وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی. فرانسوي چارواکو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې وژل شوی کس یو کشیش وو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دواړو برمته نیوونکو خطر له منځه تللی دی. یوې امنیتي سرچینې د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونو دواړه برمته نیوونکي وژلي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، چې د پیښې سیمې ته تللی وو، وویل چې برمته نیوونکو د وژل شوي کشیش غاړه پرې کړې او دا چې هغوی «د داعش د پلوي ادعا کړې وه».

د داعش ترهګرې ډلې د دغې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. د اعماق خبري آژانس چې دغې ترهګرې ډلې ته نزدې بلل کیږي ویلي دي چې برمته نیوونکي د «اسلامي خلافت غړي» وو.

په نړۍ کې د کاتولیکانو مشر پاپ فرانیسیکوس، دغه پیښه په کلکو ټکو غندلې ده. فرانسوي چارواکي اوس د دغې پیښې په اړه څیړنې کوي.

د فرانسې د بریدونو په اړه نور مضمونونه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل