1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولي هوينيس په درې نيم کاله قيد محکوم سو

عبدالباري حکيم۱۳۹۲ اسفند ۲۲, پنجشنبه

د بایرن مونشن فوټبال کلب رئیس اولي هوینیس، باید زندان ته ولاړ شي. د مونشن یوې محکمې د آلمان د فوټبال دغه مشهور شخصیت په مالیاتو کي د درغلیو په تور په درې نیم کاله قید محکوم کړ.

https://p.dw.com/p/1BPNs
انځور: Reuters

که څه هم د بایرین مونشن فوټبال کلب (FC-Bayern) رئیس اولي هوینیس تر محکمې د مخه د مالیاتو دفتر ته د سویس په یوه بانک کي د خپلو پټو پیسو عرض وړاندي کړی وو او ویلي يې ول چي د دغو پیسو مالیات يې نه دي ورکړي، خو محکمې د هغه دغه ډول اعتراف ته د مالیاتو د رښتینوالي په توگه اعتبار ورنه کړ.

د مونشن دوهمي ایالتي محکمې چي د سختو جرایمو په هکله د فیصلو صادرولو صلاحیت لري، د لوی څارنوال د غوښتني پرخلاف هوینیس ته د درې نیم کلونو قید سزا واوروله. څارنوالۍ د هغه له پاره د پنځنیم کلونو قید غوښتنه کړې وه. د هوینیس مدافع وکیل له محکمې څخه غوښتي ول چي که چیري محکمه د مالیاتو دفتر ته د هغه د مؤکل له محاکمې مخکي اعتراف ته ارزښت نه ورکوي، نو هغه ته دي یوازي تعلیقي قید ورکړ شي. دا په آلمان کي د بند هغه یو ډول سزا ده چي مجرم خپل قید په زندان کي نه تیروي، هغه په مشروطه توگه آزاد وي.

خو نه د هوینیس مدافع وکیل او نه هم لوی څارنوالي د مونشن د محکمې دغه فیصله منلې ده. هغوی دواړو په کارلزروهه کي فدرالي محکمې ته مرافعه طلب شوي دي.

په لومړي سر کي څارنوالي پر هوینیس، باندي عرض کړی وو چي ۳،۵ ميلیونه يورو مالیه يې پټه کړې ده. خو وروسته د محاکمې په جریان کي د وړاندي شوو اسنادو له مخي معلومه شوه چي د بایرن مونشن فوټبال دغه شتمن رئیس ۲۷،۲ ميلیون يورو مالیه پټه کړې ده.

پر خپل ځان باندي عرض

هوینیس د تیر کال په جنورۍ مياشت کي د خپل ایالت د مالیاتو ادارې ته په خپله اعتراف وکړ چي هغه په سویس کي د خپلو پیسو د یوې برخي مالیات پټ ساتلي دي او چمتو دی چي دغه مالیه اوس بیرته ورکړي. معمولاً په آلمان کې که چیري یو شخص د خپلو مالیاتو په برخه کي دغسي یو اعتراف وکړي چي له حقوقي لحاظه ورته «پر خپل ځان باندي عرض» هم وايي، نو له جرمي تعقیب څخه ښايي ژرغول شوی پاته شي.

خو د بایرن مونش فوټبال کلب د نوموړي رئیس له دې اعتراف سره سره، څارنوالۍ پر هغه باندي عرض وکړ او هغه يې تر قانوني څارني لاندي ونیو. په هغه وخت کي څارنوالۍ د هغه د نیولو غوښتنه هم کړې وه، خو د روان میلادي کال په پیل کي محکمې د پنځو ميلیونو يورو نقدي ضمانت په اساس د هغه له نیولو څخه ډډه وکړه.

د محکمې د پجشنبې (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۳) ورځي فیصله ښايي د بایرن مونش فوتبال په کلب باندي هم ناوړه اغېزه وکړي. دغه کلب نه یوازي په آلمان بلکي په اروپا او حتی نړۍ کي یو ډیر مخکښ تیم دی چي ډیر لوبغاړي يې د آلمان د ملي فوټبال تیم غړی هم دی. اولي هوینیس په دغه کلب کي په لومړي سر کي لوبغاړی وو، بیا د هغه منیجر او د څارني شورا مشر او رئیس شو. د دغه کلب په بریالیتوبونو کي هوینیس ډیر ستر نقش درلود. تر اوسه پوري کلب د محکمې د پریکړي په هکله غبرگون نه دی ښکاره کړی.