1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اومابا د دیموکراسي له پاره د مبارزې غوښتنه وکړه

۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

ولسمشر اوباما په شیکاګو کې خپله د خداي په اماني وینا وکړه. هغه د بدلون راوستلو په موخه د عام وګړي ځواک ته اشاره وکړه او ویې ویل چې یوازې د عام وګړو په غوښتنه په یوه هیواد کې بدلون رامنځ ته کیدای شي.

https://p.dw.com/p/2VbFr
Obama hält Abschiedsrede als US-Präsident
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/C. R. Arbogast

ولسمشر اوباما د سه شنبې په ورځ په خپله وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې بدلون یوازې په هغه صورت کې چې «عام وګړي ښکیل شي، سره خبرې وکړي، یوځای شي او د بدلون غوښتنه وکړي».

ولسمشر اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د خپلې بریا وینا هم په شیکاګو کې ورکړې وه. هغه همداراز د خپل سیاسي ژوند مهم پړاو هم له شیکاګو پیل کړی وو. اوباما د سه شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې بدلون د «امریکایي نظریې زړه دی».

اوباما خپلو پلویانو ته د اسلامي دولت په ګډ ون د هغو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ چې اوس نړۍ ورسره مخامخ ده خو ټینګار یې وکړي چې امریکایان نه یوازې دا چې د دغو ګواښونو پر وړاندې باید ودریږي، بلکه د هغو ارزښتونو ساتنه هم باید وکړي چې امریکایان تشکیلوي.

هغه وویل: «کله چې موږ ویرې ته تسلیم شو نو دیموکراسي ضعیفه کیږي. له همدې کبله موږ، اتباع، باید د بهرنیو برید کوونکو پر وړاندې هوښیار ووسو. موږ باید همداراز د هغو هغو ارزښتونو د ضعیفه کیدو پر وړاندې مقاومت وکړي چې موږ تشکیلوي.»

اوباما په خپله وینا کې یو ځل بیا د واک پر سوله ییز لیږد باندې ټینګار وکړ. په دې ترتیب سره به نو د همدې میاشتې په وروستیو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو نوی ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترمپ، له ولسمشر اوباما څخه واک واخلي او امریکا به په خپل تاریخ کې یو فصل بشپړ او یو نوی فصل پیل کړي.

که څه هم په ولسمشریزو ټاکنو کې تر ماتې وروسته، اوس دیموکراتان په ښه وضعیت کې نه دي، خو ولسمشر اوباما په خپله وینا کې په تیرو اتو کلونو کې پر خپلو بریاوو ټینګار وکړ او ویې ویل: «که ما تاسو ته ویلي وای چې موږ به د کیوبا له خلکو سره یو نوی فصل پیل کړو، د ایران د اتومي وسلو پروګرام به له یوې ډزې پرته وتړو او د سپتمبر د یولسمې نیټې د برید پلانوونکی [اسامه بن لادن] به له منځه یوسو؛ که مې تاسو ته ویلي وایي چې په امریکا کې به د واده کولو مساوات موجود وي، زموږ د ۲۰ میلیونه نورو هیوادوالو له پاره به د روغتیایي بیمې حق محفوظ وي – نو تاسو به هرو مرو ما ته ویلي وایي چې زموږ لیدلوری یو څه لوړ ټاکل شوی دی.»

اوباما په خپله وینا کې له لومړۍ میرمن میشایل اوباما او له خپل لومړی مرستیال جو بایدن مننه وکړه چې په دې اته کلن سفر کې له هغه سره تل مل وو.