1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اووم ميلياردم ماشوم نړۍ ته سترگي روڼي کړې

۱۳۹۰ آبان ۹, دوشنبه

د ملگرو ملتونو د اټکل سره سم د نړۍ ۷ ميلياردم ماشوم تيره شپه ناوخته و زېږيدی. د فليپين په منيلا کي ددغي نجلۍ زيږيدل لمانځل کيږي. په روسيه کي هم رسنيو خبر ورکړی، چي درې ماشومان زېږېدلي.

https://p.dw.com/p/132AE
په فليپين کي ۷ ميلياردم ماشوم
په فليپين کي ۷ ميلياردم ماشومانځور: AP

د ملګرو ملتونو له لوري داسي ويل سوي، چي په سيمبوليکه توګه په نړۍ کي د انسانانو شمير ۷ملياردو ته د رسيدو په خاطر به دغه ماشوم د ۲۰۱۱ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۳۱مه نېټه وزيږي او لمانځنه به يې وسي.

د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخه د دوشنبې په ورځ د مځکي پر سر انسانانو شمېر ۷ ميلياردو ته ورسيدی.

سړی نسي ويلای، چي دقيق به په کوم هيواد کي هغه ماشوم لومړی پيداسوی وي چي د ۷ ميليادم نوم ورکړل سي. مخکي داسي اټکلونه کېده چي دغه ماشوم به په اسيا کي نړۍ ته سترگي خلاصي کړي.

خو ډير داسي هيوادونه سته، چي ماشومان په روغتون کښي نه، چي هغه ثبت سي، بلکي په کورونو کي زيږي.

روسي رسنيو هم خبر ورکړی، چي تيره شپه په هغه هيواد کي درې ماشومانو نړۍ ته سترگي روڼي کړي او د ۷ ميلياردم ماشوم سند يې ترلاسه کړی دی.

خو ملگرو ملتونه يوازي په سيبموليکه توگه فليپين هيواد انتخاب کړی، چي په هغه کي يوه ماشومه د يکشنبې په نيمه شپه د نړۍ ۷ ميلياردم انسان و نوماوه. پردې نجلۍ باندي دانيکا مي کماچو، نوم ايښوول سوی دی.

د ۲،۵کلوګرامه وزن لرونکې دانيکا د يکشنبې په شپه نړۍ ته سترګي روڼي کړې او تر زيږيدو لږ څه وروسته په ټوله نړۍ کي مشهوره سوه.

د دانيکا مور، کاميلي دالور، چي کله له ميني په غيږ کي خپله لور واخيسته نو ويويل « دا څومره خوږه ده، زما باور نه کيږي چي دا د نړۍ اووم ميلياردمه ماشومه ده.»

د ملګرو ملتونو له لوري دغه انجلي ته يو کيک د تحفې په توګه ورکړل سو. د ځايي ادارو له خوا هم د انجلي مور او پلار ته بيلا بيلي تحفي ورکړل سوي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخه په دغه ډول لکه اوس چي په نړۍ کي د انسانانو د زيږيدو شمېر په چټکۍ روان دی دوام وکړي، د ۲۱ پيړۍ تر پايه به د مځکي پر سر انسانانو شمېر لس ميلياردو ته ورسيږي.

دويچه ويله/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل