1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اوکراين د سولي وروستي اميدونه خاوري کړل»

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۲, جمعه

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتین د اوکراين حکومت په دې تورن کړی دی چي د هيواد په ختيځ کي پر مسکو پلوو بېلتون غوښتونکو باندي په يرغل سره يې د ژنيو تړون «وروستي اميدونه» هم له خاورو سره خاوري کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BsmI
انځور: Alexey Nikolsky/AFP/Getty Images

د روسي رسنيو په حواله د پوتين يوه ویاند ديميتري پيسکوف، په مسکو کي ويلي دي چي د کيف رژيم پريکړه کړې ده چي پر ملکي وگړو باندي يرغل وکړي. هغه د حکومتي ځواکونو له خوا «د جنايي عمل» د ترسره کېدو خبره کړې ده.

پيسکوف ويلي دي، پوتين خبرداری ورکړی دی چي دغه شان کړني «جنايي جرم» دی. هغه ويلي دي چي «له بده مرغه دغه تحول کټ مټ هغسي دی چي تر دې مخکي هغه يعنی پوتين ارزيابي کړی وو.» پوتين يوه شپه دمخه د بشري حقونو پخوانی مسئول ولاديمير لوکين، د خپل ځانگړي استازي په توگه سيمي ته ولېږی. خو د اوکراين پوځ د تعرضي عملياتو له پيلېدو راهيسي له لوکين، سره اړيکي شکېدلي دي.

يرغمل سوي خونديتوب غواړي

پر دې سربيره روسيې د اروپا د همکارۍ او امنيت سازمان باندي د مرستي ږغ کړی دی. د «ايتار تاس» خبري آژانس راپور ورکړی دی چي د اروپا د همکارۍ او امنيت سازمان بايد د اوکراين تعرضي عمليات ودروي. دغه غوښتنه ځکه سوې ده چي په سلوويانسک کي اوس هم له روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره د اروپا د همکارۍ او امنيت سازمان څو تنه څارونکي بنديان دي.

د آلمان «بيلد» ورځپاڼه په سلوويانسک کي د بېلتون غوښتونکو د مشر ويچسلاو پونوماروف په حواله ليکي چي دغه کسان بايد يوه خوندي ځای ته ولېږدول سي. هغه ويلي دي چي «زه نسم کولای وړاندوينه وکړم چي د دولتي ځواکونو د دغو عملياتو غواقب به پر بنديانو باندي څه اغېزه وکړي.» خو ويلي يې دي چي «يرغمل سوي کسان يې د جنگ له سيمي يوه خوندي ځای ته انتقال کړي دي.»

روسيه پلوه بېلتون غوښتونکي
روسيه پلوه بېلتون غوښتونکيانځور: Reuters

روسي پلوه بېلتون غوښتونکو نزدې يوه اونۍ دمخه په سلوويانسک ښار کي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان څو تنه پوځي څارونکي يرغمل کړل او تر اوسه ورسره بنديان دي. د يو شمېر معلوماتو له مخي په دې ترڅ کي بېلتون غوښتونکو د اوکراين د استخباراتو دوه تنه کار کوونکي د خپلو انډيوالانو په بدل کي تبادله کړي دي.

د بېلتون غوښتونکي پر وړاندي تعرضي عمليات

د اوکراين حکومتي ځواکونو د دغه هيواد په ختيځ کي پر سلوويانسک او کراماتورسک ښارونو باندي د ټانکونو او څرخۍ الوتکو په ملاتړ د جمعې په ورځ تعرضي عمليات پيل کړي دي.

د بېلتون غوښتونکو يوه وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د دولتي ځواکونو د يرغل په ترڅ کي د دوی څو تنه جنگيالي وژل سوي دي. خو دا چي څو کسان وژل سوي دي روښانه کړې يې نه ده.

مسکو پلوه بېلتون غوښتنکو ويلي دي چي د اوکراين پوځ دوې څرخۍ الوتکي يې ويشتلي او را اچولي دي. د دوی په خبره يو پيلوټ وژل سوی، يو يې ژوندی نيولی او د الوتکو دوه تنه خدمه تښتېدلي دي.