1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین ته د روسیې د مرستو د کاروان د ننوتلو غندنه

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۱, شنبه

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روسیې له لوري د اوکراین ختیځ ته د مرستې د کاروان د لیږلو وروسته، په «خطرناکه توگه» د کړکیچ د پراخیدو په هکله خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1CzbV
انځور: Reuters

د اوکراین ختیځ ته د روسیې له لورې د مرستو د کاروان د لیږدول کیدو په هکله په نیویارک کې د تړلو دروازو تر شا د ملگرو ملتونو د امنیت شوری یوه بیړنۍ غونډه هم تر سره شوې ده.

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په یوه تلیفوني تماس کې په اوکراین کې د کړکیچ د لمن د پراخیدو په هکله خبرداری ورکړی دی. دغه تلیفوني تماس وروسته له هغې نیول شوی دی چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اگست ۲۲مه) د کیف د اجازې پرته د روسیې د مرستو یو کاروان اوکراین ته ننوت.

سپېنې ماڼۍ ویلي دي چې اوباما او مېرکل «په دې هکله هم نظره وو چې د کیف د اجازې پرته اوکراین ته د کاروان لیږل د لا لمسون او د اوکراین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د سرغړونې په معنی دی.»

د سپېنې ماڼۍ په وینا دواړو مشرانو ویلي دي چې په اوکراین کې د روسي عسکرو حضور، د اوکراین د پولې په اوږدو کې د روسي عسکرو ځای پر ځای کول او د اوکراین پر خاوره د روسیې له لوري بمباري، ټول هغه څه دي چې د مسکو له لوري په خطرناکه توگه د دغه کړکیچ د پراخیدو څرگندونه کوي. زیاته شوې ده چې مېرکل او اوباما پر دې هم توافق کړی دی چې روسیه باید دغه کاروان له اوکراین څخه وباسي.

دغه تلیفوني تماس په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي چې د شنبې په ماښام به (د ۲۰۱۴م کال د اگست میاشتې ۲۳مه) انگلا مېرکل اوکراین ته سفر وکړي او د دغه هیواد د ولسمشر پېترو پورو شینکو سره به وویني. د آلمان د صدراعظمې ویاند شتېفن زاېبرت، ویلي دي: «کیف ته سفر ستونزمن دی او دا د ملاتړ د څرگندولو په معنی دی. د دواړو اړخونو له پاره زموږ هدف دا دی چې د یوه اوربند پر سر توافق وکړي.»

تر دې دمخه د آلمان صدراعظمې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر پېترو پورو شینکو سره تلیفوني اړیکې نیولې وې. مېرکل ویلي وو چې ښایي د مسکو دغه گام، ترینگلې اړیکې لا پېچلې کړي.

ولادیمیر پوتین د مېرکل له لوري انتقاد رد کړی وو او ویلي یې وو چې د کیف له لوري د روسي لاریو د تگ د اجازې د ځنډولو له کبله یې باید یوه پریکړه کړای وې.

د امنیت شوری غړو پر روسیې انتقاد کړی

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د جمعې په ورځ د تړلو دروازو تر شا یوه بیړنۍ غونډه وکړه. د بریتانیې سفیر او د دغه شوری مشر مارک لایل گرانټ، خبریالانو ته ویلي دي چې د شوری ډیر شمیر غړو هیوادونو پر روسیې باندې د دغه اقدام له امله نیوکه کړې او دا یې «د روسیې د فدراسیون له لوري یو غیر قانوني او د یو اړخیز گام په توگه یاد کړی دی.»

د رپوټونو له مخې په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین پر دې خبره ټینگار کړی دی چې په دغه کاروان کې خوارکي توکي، دارو درمل، برقي جنراتورونه او دې ته نور ورته مواد بار دي.

په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، د مسکو له لوري اوکراین ته «په اصطلاح د بشري مرستو د کاروان» د لیږلو فیصله غندلې وه. هغه ویلي وو چې دغه پریکړه په څرگند ډول له نړیوالو قوانینو څخه د روسیې سرغړونه ده او په وینا یې دا به یوازې «کړکیچ لاپسې ژور کړي».