1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین د کریمیا پر پوله ځواکونه د جګړې له پاره چمتو کړي

آژانسونه/ خ،ح۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

د اوکرین ولسمشر پیترو پوروشینکو، د کریمیا پر پوله او په ختیځ کې له روسيې سره په کرښه خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی. له دې کار وروسته روسيې اوکریان پر کریمیا په تیري تورن کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Jh1L
Ukraine Soldaten Symbol
انځور: picture alliance/dpa/M. Lyseiko

پوروشینکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې نوموړي د اوکریان له لوړپوړو نظامي او بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د روسيي او اوکراین پر وروستیو ستونزو د خبرو له پاره لیدلي. هغه پر خپل تویتر پاڼه لیکلي: «ما کریمیما پولې او په ختیځ اوکراین کې کرښې ته څیرمه د لوړو احظاراتو امر وکړ.»

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي ولادمیر یلچینکو، هم وویل چې د ستونزو د ډیریدو په صورت کې کیف د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا غواړي چې په دې هکله یوه بیړنۍ ناسته وکړي.

د اوکریان د ځواکونو یوه ویاند د رویترز خبري آژانس ته وویل چې له چهارشنبې ورځې راهیسې امنیتي ځواکونه په جنوبي اوکراین کې پوځي تمرینونه کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ د راولاړو شویو ستونزو له امله اندیښنه څرګنده کړې او وايي چې دوی د اوکراین او روسيي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

دې وزارت په خپله تویتر پاڼه لیکلي: «موږ په بیړنۍ توګه پر دوی غږ کوو چې د ستونزو د لا ډیریدو په موخه له هر ډول اقداماتو ډډه وکړي.»

اندیښمن پوتین

روسي ولسمشر ولادمیر پوتین، د چهارشنبې په ورځ کیف کې د کریمیا د بې ثباتي او د شخړو د رامنځته کولو له پاره د ترهرګیزو لارو چارو په کارولو تورن کړ.

کریملن په یوه بیانیه کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ پوتین هم له خپلو امنیتي چارواکو سره کتلي او د خپلو ښاریانو د خوندیتوب او په کریمیا کې د اړینو بنسټونو په اړه يې خبرې کړي.

د روسيې د استخباراتي سازمان (اف اس بي) وویل چې په روانه اوونۍ کې د روسيې یو پوځي افسر او یو سرتیری په دوو جلا پیښو کې وژل شوي.

نا تایید شوي رپوټونه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د مسوولې ویاندې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روسیې هغه ادعا چې ګواکې اوکراین په کریمیا کې د یوه ترهګریز برید هڅه کړې، تر اوسه نه ده تایید شوې. که څه هغې زیاته کړه چې د اروپا د مرستو او امنیت سازمان د روسیې له خوا نیول شوې ټاپو ته لاس رسۍ نه لري.

د دغې ویاندې له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «د روسيې له خوا دغه ادعاوې تر اوسه بې طرفه باوري سرچینې نه دي تایید کړې.»

بیاینه همدا راز زیاتوی چې «موږ د روسیې له خوا د کریمیا او سیواستوپول ناقانونه نیونه غندو او په رسمیت يې نه پیژنو.»

دې سازمان همدا راز د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د اروپايي اتحادیې پر «کلک» ملاتړ ټینګار کړی. دغې ویاندې زیاته کړه: «اروپايې ټولنه د ختیځ اوکراین په ګډون، د شخړې د سوله ییز حل غوښتنه کوي. په ختیځ اوکراین کې د روسيې په ګډون باید ټولې غاړې د مینسک د سولې تفاهم لیک په بشپړه توګه عملي کړي.»

د جګړې خبرې

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې روانه اوونۍ پوتین له اوکراین سره د جګړې د دوام له پاره هڅې کولې.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دمیترو کولیبه، پر خپل تویتر پاڼه لیکلي: «پوتین نوره جګړه غواړي. روسیه په بې صبرۍ سره د اوکراین خلاف د جګړې قانوني کول غواړي او په دې کار سره د لویدیځ غبرګون آزمويي.»

په دې ترڅ کې د روسيې استخباراتي سازمان وايي چې د اوکراین د دفاع وزارت استخباراتي سازمان په کریمیا کې اساسي بنسټونه په نښه کوي، کوم چې دا وزارت یې ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین امنیتي سازمان یو مشاور، د اوکراین انترفکس خبري آژانس ته ویلي دي چې کیف د زور له لارې د خاورې د بیرته نیولو نیت نه لري.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل