1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا ترکيه به د سېلانيتوب مرکز پاته سي؟

۱۳۹۶ فروردین ۲۷, یکشنبه

د ترکيې د اساسي قانونه په تړاو د ولسپوښتنې پايلي به د دغه هيواد د سېل پر تجارت څومره اغېز ولري؟ ايا ترکيه به د سېلانيانو يو محبوب هدف پاته سي؟ بعضي شرکتونه دغو پښتنو اندېښمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/2bH9O
Symbolbild Türkei Oppositionspartei MHP
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Gurel

د اپريل په ۱۶مه ترکان په خپل هېواد کې د اساسي قانون په سر رفرنډم تر سره کوي. په دغه هېواد کې وضعيت ترينګلی دی چې له کبله يې توريستان يا سيلانيان هم اندېښنې لري. خو ځينې خلک لا ترکيې ته د سيلانۍ له پاره په خوښۍ سره سفر کوي، په داسې حال کې چې نور ورته زړه نه ښه کوي.

«زه به تل بېرته دې ته زړه ښه کړم چې ورشم»، دغه خبره بېربل کوينڅل کوي، چې په فبرورۍ مياشت کې يې ايله ترکيې ته د رخصتيو په وخت سفر کړی وو. نه امنيتي وضعيت او نه سياسي ترينګلتياوو د دې مخه نيولې ده چې د آلمان د ماګدېبورګ دغه ۵۶ کلنه سيلانۍ دې ترکيې ته شا وګرځوي. هغه د ترکيې يوه مينه واله ده چې د شپږو کلونو راهيسې په دوامدار ډول د ترکيې د لامبو ځايونو ته سفر کوي. هغه ترکيه د سيلانيانو له پاره ښه هدف بولي «ځکه چې هوا او ډوډۍ يې ښه ده او د پيسو په بدل کې د خدماتو کچه هم لوړه ده.»

مېلمانه لږ، خو خورا راضي دي

د سفرونو سمبالونکي د ارزانو بيو په مټ تل هڅه کوي چې خلک دغه هېواد ته ورمات شي. کاترين رويتر پانڅکه، چې د اوېګر تورس، د شرکت ويانده ده، وايي: «تاسو هلته د نسبتا لږو پيسو په بدل کې ښه تفريح کولای شئ. دا په داسې حال کې ده چې مشتريان مو تر اوسه لا ډېر راضي دي.»

دغه شرکت د خپلو څرګندونو له مخې د آلمان په بازار کې ترکيې ته د سفرونو په برخه کې مخکښه دی. تېر کال د ترکيې په تړاو د توريزم يا سيلانۍ په برخه کې، عايدات ۳۰ فيصده راټيټ شوي ول. په تېره له تروريستي يا ترهګرو بريدونو څخه د وېرې له کبله کمو خلکو سفر ته زړه ښه کاوه. دغه حالت په ۲۰۱۷ کال کې هم دوام لري، خو وضع لږ څه ښه شوې برېښي. رويتر پانڅکه وايي چې «د ښه کېدلو په خوا يو مثبت لوری تر سترګو کيږي.» د تېر کال په پرتله د دوبنيو رخصتيو له پاره زياتو خلکو سفرونه بوک کړي دي.

تر ۵۰ فيصده پورې کموالی

د اروپا د توريزم يا سيلانۍ تر ټولو ستر شرکت، توي، د ترکيې په سوداګرۍ کې پنځوس سلنه کم عايدات لرلي دي. د دغه شرکت، وياند، کوزېي الکساندر ايسنر، وايي چې «په عادي کلونو کې مو دوه ميليونه مېلمانه ترکيې ته لېږل.» خو په ۲۰۱۶ کال کې ډېر خلک نورو سيمو، لکه هسپانيې، يونان، کرابين يا کاپ وېرد ټاپوګانو ته ورغلي يا يې د کښتۍ په واسطه سفرونه کړي دي. خو د توي شرکت له پاره ترکيه تر اوسه لا، ډېر اهميت لري. ايسنر زياتوي: «موږ د ترکيې له پاره اوس لا يو ميليون مشرتيان لرو. هغه تر اوسه پورې يو ډېر هم هدف دی.»

د توي د شرکت يا د هوټلونو د لويو شرکتونو په څېر د سفرونو سمبالونکي د توريستانو دغسې کموالی زغملی شي، خو ځينې واړه شرکتونه له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

واړه شرکتونه له ستونزو سره مخامخ دي

کوچني هوټلونه، کافې ګانې، بارونه او دکانونه د کلونو راهيسې د لويو شرکتونو د ارزانو عرضه شويو خدماتو له کبله هسې هم کړېدل. په داسې يوه کړکېچ کې لکه اوس چې د سيلانۍ په صنعت کې راټوکېدلی دی، مشتريان د ټيټو بيو د لارې سفر کولو ته هڅول کيږي. دغهْ حالت د وړو شرکتونو له پاره ستونزه لا پسې جدي کړې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.09.2016):