1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا د شتراوس کان پر ضد دسيسه جوړه سوې؟

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

د زنا بالجبر په تور د نړۍ وال وجهي صندوق د مشر د نيول کېدو وروسته اوس د نړۍ والو دسيسو يا کانسپېرنسي تيوريانو بازار تود سوی دی.

https://p.dw.com/p/11Ipp
شتراوس کاهن په محکمه کي
شتراوس کاهن په محکمه کيانځور: AP

چا چې د سه شنبې په ورځ په فرانسه کې تلویزیون ليدی یا يې راډيو اوریدلې وي نو په دوامداره توګه به یې هغه خبرونه اوریدلي او انځورونه به یې لیدلي وي چې څنګه ډومینیک شتراوس کان د نیویارک په یوه زندان کې ناست دی. خو دا څنګه وشول؟
که څه هم چې ټول وايي چې دې یو شوقي سړی وو خو د ده یوه دوست هم دا فکر نه کوو چې ګني دای دې پر یو چا جنسي تیرې وکړي.

د فرانسې د سوسیال د ګوند د پارلمان یو مشهور غړی ژون کرسټوف کامبادیلس لومړی نفر وو چې په دې اړه یې یو څه وویل.

« زه خپله د توطېو د مفکورو باورونکی نه یم خو دا خبره مې یاده ده چې د سوسیال ډیموکراټانو لخوا کان ته وییل شوي وو چې کله دې ځان د فرانسې د ریس جمهورۍ څوکۍ ته کاندید کړي نو ده به سل په سلو کې کامیاب شي.»

او یو تن خو پیدا شوې هم دی چې شک پرې وشي. جوناتن پینې، یو ځوان محافظه کار چې د شتراوس کان د نیول کیدو څو دقیقه وروسته یې د ټویټر دل لارې لیکلي وو چې د کان سره په نیویارک کې یوه سخته پیښه شوې ده. نوموړي وییلي دي چې ده ته دا معلومات د ده یوه ملګري ورکړي وو. خو پینې په دې څه رنګه خبر شو.؟ وییل کیږي چې یوازې د دې امله، ځکه چې د ولس مشر نیوکولای سرکوزي د ګوند څخه یو څوک ددې دام ایښوونکی وو. په ارناوډ ډازیر چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د سرکوزي د انتخاباتي کمپاین تنظیم کړې وو، تور لګول کیږي چې د نیویارک څخه دا خبر ډير زر دې خوا ته راستولې دی. خو دی دا تورونه نه مني.

« د توطېې دا ټوله تیوری په هغه لنډ خبر ولاړه ده چې د کان د نیول کیدو په شپه د لې پوست فرا په انټرنټ پاڼه کې خپور شوې وو. دلته ورکړل شوي معلومات سم نه دي.»

د توطېې دې نظرېې ته د لیبراسیون په نامه د فرانسوۍ ورځپاڼه لخوا لمن ووهله شوه. انتوني ګویرا، چې د چپي لیبرالانو د دې ورځپاڼې یوه ژورنالسټ دی د اپریل په میاشت کې یې د شتراوس کان سره لیدلي وو.

« د ده سره د لیدو پر وخت ده د یوه تمثیل څخه خبره وکړه. کان وویل چې یو څوک یوه تن ته پنځه سوه یورو یا یو ملیون یورو ورکولې شي تر څو بیا هغه ووايي چې ما د هغه سره د موټرو په پارکنګ کې زیاتې وکړ.»

اوس د توطيې په مفکورې باور کونکو لخوا یو نوی باب پرانستل شوې دی. په نیویارکي پولیسو تورونه لګول کیږي چې دوي په دې غواړي یوه فرانسوي ته زیان ورسوي. د دعوې ټول هغه ټکي چې سم نه وو په رسنیو کې ډير په خوند خوند بیان شول او دې خبرې ته هیڅ اشاره نه کیږي چې د امریکې د متحده ایالتونو په عدلی سسټم کې د هغه تن چې دعوی پرې شوې وي د سپینولو په موخه تر سره کیدونکي پلټنې یوازې د ده د مدافعې د وکیلانو پورې باید محدودې وي.

يوهانس دوخروف / برېښناصابر
کتونکی: احمدولي اڅکزی